Homeخبرونهد سوداګرۍ وزارت وايي، له هند سره د افغانستان سوداګري راکړه ورکړه...

د سوداګرۍ وزارت وايي، له هند سره د افغانستان سوداګري راکړه ورکړه ۸۹۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر کال هند ته د افغانستان صادرات ۶۲۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۸۹۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند «عبدالسلام جواد» وویل چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د افغانستان صادرات هند ته د نورو کلونو پرتله ډېر شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په همدې موده کې د افغانستان واردات له هند څخه ۲۶۳ میلیون ډالر وو، او په ټوله کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارزښت ۸۹۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

جواد وویل چې د افغانستان صادراتي توکي هند ته وچ اینځر، زعفران، ممیز، زیره او بادام دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند همدارنګه څرګنده کړې چې تېر کال افغانستان له هند څخه بوره، صنعتي خام مواد، ټوکر او د موټرو پرزې واردې کړې دي.

خو له دې سره، مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي «خانجان الکوزی» اعلان کړی و چې د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان صادرات هند ته ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. د هند د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست (اسد) کې واک ته رسېدلي، د دې هېواد سوداګرۍ له افغانستان سره پوره بدلون کړی دی.

عبدالسلام جواد همداراز د سوداګرۍ پر وړاندې موجودو ستونزو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په وروستیو ورځو کې له هند سره د افغانستان صادرات وروسته له هغې ودرېدل چې د واګه–اټاري پوله د سیمې د سیاسي کړکېچونو له امله وتړل شوه. د دې بندښت له امله په هندي بازارونو کې د وچې مېوې بیې تر ۲۰ سلنې پورې لوړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...