Homeخبرونهد اذربایجان د امنیتي سرویس ريیس: افغانستان د نړیوالو هراړخیز ملاتړ ته...

د اذربایجان د امنیتي سرویس ريیس: افغانستان د نړیوالو هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۹ مه) د اذربایجان د دولتي امنیتي سرویس مشر، ستر جنرال علي نقییف وايي، نړۍ ته خورا مهمه ده چې افغانستان ته هر اړخیز ملاتړ برابر کړي،

هغه دا څرګندونې په باکو کې د “افغانستان: سیمه‌ییزې اړیکې، امنیت او پرمختګ” تر سرلیک لاندې په یوه نړیوال کنفرانس کې وکړې، چې د آذربایجان د دولتي امنیتي سرویس (SSS) له خوا تنظیم شوی و او د شلو هېوادونو د ځانګړو خدماتو استازو په کې ګډون کړی و.

ستر جنرال علي نقییف ټینګار وکړ چې د نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره د منظمو جرمونو، نړیوال تروریزم، د مخدره موادو قاچاق، او ناقانونه مهاجرت پر ضد د مبارزې په برخه کې پراخ ملاتړ وکړي.

نقییف دا هم روښانه کړه چې د دې کنفرانس یو له اساسي موخو څخه دا ده چې یوه واحده تګلاره جوړه شي، څو د هغو ورانکارو ډلو او ترهګریزو شبکو د هڅو مخه ونیول شي چې غواړي په افغانستان کې ترینګلتیا وساتي.

د دولتي امنیت د مشر په وینا، دا مهمه ده چې افغانستان د نړیوالو اړیکو په سیستم کې خپل مناسب ځای ومومي، او په دې هېواد کې د سولې ټینګښت یقیني شي. هغه هیله څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونه او نور نړیوال ځواکونه به د دې هدف لپاره همغږي او ګډ اقدامات ترسره کړي.

د کنفرانس په ترڅ کې د نورو هېوادونو استازو هم په دې اړه خپل نظرونه شریک کړل. هغوی څرګنده کړه چې دا غونډه به د افغانستان د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د جدي ګامونو د پورته کولو  لپاره لازمې زمینې برابرې کړي، او نړیواله ټولنه به د افغانستان د دایمي ثبات د ټینګېدو ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...