هزاره قبیلې
ښاغلی حسن پولادي د کوټې هزاره پوهاند، چې په امریکا کې استوګن دی په خپل کتاب The Hazaras کې لیکي چې هزاره ګان د منځني افغانستان د هزاره جات سیمې پخوا اوسېدونکي دي. لیکوال هزاره قوم بولي. له دې وروسته (صده) راځي، چې د پښتنو د قبیلو له اتحادیې سره برابره ده لکه د قبار Qabar صده او سوکه صده. د ښاغلي پولادي په لیکنه (دای کندي)، (دای زنګي)، (بهسود)، (دای چوپان) او (پولادي) قبایل په (قبار صده) پورې اړه لري او (جاغوري)، (چهار دسته) او (محمد خواجه) د (سوکه صدې) اولادونه بللی شي.
له دې کتاب څخه ښکاري چې د ډېرو هزاره قبایلو نومونه په (دای) پېل کېږي. لکه دای زنګي، دای کندي، دای خیتایي، دای چوپان او داسې نور چې د بابا غره له جنوبي لمنو څخه، کندهار ته تر نژدې سیمو پورې استوګن دي/ وو. ښاغلي پولادي له (صده) څخه، پورته (هزاره) او بیا پورته (تومان) یادوي چې له قبیلې پاس او غټ جوړښتونه دي. پولادي دا نومونه د مغولي سترواکي د غازان فرمان بولي چې تومان، هزاره، صده او داهی یې هغه مشران بلل کېدل چې لس زره، زر، سل او لس وسله وال چمتو جنګیالي درلودل او مغولو به د پوځي اړتیاوو له مخې، زمکې او کورونه پرې وېشل[1].
ښاغلی لیکوال د لویدیځ څېړونکي هارلان په استناد، د ټولو هزاره قبایلو نومونه داسې اخلي. دای زنګي، دای کندي، جاغوري، ګیزاب، ناور، بلخ یاری، بهسود، شهرستان، ارزګان، پاسنی بلخاب، یکه و لنګ او پولادي. بل لویدیځ څېړونکی په پاسنیو قبایلو سربېره دا نومونه هم ثبت کړي دي: دای چوپان، تاتار او بوباش، پولادي، کالو، ترکمن، پارسا، شیخ علي، بختیاري، جاغوري، چوک موک، باروکا او بهسود.
درېیم لویدیځ (وود) نور نومونه هم لري: دای میرداد، داراب علی، ایسم تومیر، دای زنګي، دولت پای، مرک، کوپ تیسیوم، یارخانه، ژالک، تی جوک، دای میرزاد، شیخ علی، تاتار، جرغی – برجګی او دای پولاد.
د بلیو په فهرست کې په ځینو پاسنیو نومونو سربېره دا نومونه هم شته: بابري، ګوی، کوت تی، بهسودی او نیکودری. او (فریه) د سرجنګلی، بولګور او کوندلان نومونه هم یادوي([2]).
په دې توګه وینو چې هزاره قوم هم لکه پښتانه لومړی په قبیلوي اتحادیو او بیا په قبایلو/ ټبرونو ویشل کېږي. همغه ویش چې په ډېرو نورو قبیلوي ټولنو کې هم، په لږ او ډېر توپیر شته.
د افغانستان په تاجکو کې د قبیلویت ډېر څرک نشته؛ خو په اربیکو، ترکمنو، بلوڅو او نورو کې، د قبیلوی جوړښتونونښې شته چې پوهان یې باید وڅېړي. په بلوڅو کې دا پښتو(خېل) او (زی) کټ مټ شته، لکه د ارتپال بلوڅو خېلونو کې (برام خېل) او ( اکازي)([3]).
[1] هزاره ها، حسن پولادي، د علی عالمیکرمانی ژباړه، 1387 هـ ش، تهران ص ۷۰
[2] هزاره ها، ص۷۶
[3] خېل او ېش، ص۱۲