د قبیلوي ژوندانه لویې ځانګړتیاوې:
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز څېړونکی، ښاغلی عبدالرشید وزیری، د قبیلې د پېژندنې د پاره لاندې ځانګړتیاوې په پام کې نیولې دي:
1 – د وینې او رګ فکتور: وزیري صاحب دا لومړنی او خورا لویه ځانګړتیا بولي.
2 – ګډ ځمکنی چاپېریال: هره قبیله ځان ته ځمکنی چاپېریال لري او کرنیزه زمکه د دوی تر منځ د میراث (نیکات) په اساس برابره وېشل کېږي. د قبیلې خلک په ګټه او زیان کې شریکان دي. کاریز، ویالې، ځنګلونه، څړځایونه او شاړې زمکې د ټولو دي. ځمکه د درناوي وړ ده او ډېرې شخړې په زمکه او اوبو وي.
3 – مشرتوب: په قبیله کې مشر دری ځانګړتیاوې لري:
1/3 – توره: هغه څوک چې زړور وي. وسله وال مېړونه ولري او د قبیلې د ناموس او ګټو د ساتنې چاره سمبال کړای شي،
2/3 – ځواب (ویاند/ نطاق): هغه څوک چې خوله ور او زړور وي، استدلال وکړای شی، د پوښتنو او ځوابونو واک ولري، د خپلو ګټو د دفاع له پاره ودرېږي او د قبیلې د ویاند ځای ونیسي،
3/3 – ماښام (دسترخوان): هغه څوک چې اوجره یا مېلمستون او د مېلمنو د هر کلي او پاللو وس او واک دواړه ولري.
هغه څوک د قبیلې مشر جوړېږي، چې پاسنئ درې ځانګړتیاوې ولري. که څوک له پاسنیو څخه دوه یا یوه ولري، په ترتیب دویم او درېیم ځای نیسي.
4 – جرګه: د (خېلونو) د مشرانو (سپین ږیري) غونډې ته جرګه ویل کېږي. جرګه د پرېکړو واک لري او پرېکړې یې منل کېږي. پښتانه په عامه توګه جرګه هغه غونډې ته وایي چې د قبیلوي لانجو د حل د پاره جوړېږي او په ځانګړي توګه جرګه هغه غونډه ده چې د (خېلونو) مشران پکې، قومي لانجو ته حللارې لټوي.
جرګې د لویو مسایلو په هکله جوړېږي، په داسې حال کې چې (مرکه) د عادي او کوچنیو مسایلو د پاره وي. د ده په وینا د جرګې له پرېکړو سرغړونه درنه سزا لري او په قبیلوي ټولنو کې جرګه مقننه، قضاییه او اجرائیه ټول واکونه لري.
5 – نرخ (قانون): نرخ په لغت کې د یو شي بیه ده؛ خو په اصطلاح کې قبیلوي قانون ته نرخ ویل کېږي. د ښاغلي وزیري په وینا دولتي قوانین د قبیلې په چاپېریال کې چلند نه لري او دا نرخ دی چې د قبایلو د ژوندانه کورنۍ چارې تنظیموي. د نرخیانو یا رواج پوهانو ډله د جرګې په لارښوونه، تعاملی قوانین جوړوي او د نرخ د چلند چاره په غاړه اخلي. د نرخیانو د پرېکړو تطبیق د جرګې کار دی. نرخ د حقوقي جوړښت له پلوه یو ساده اورګانیزم دی چې د ټولنې ساده اروا پکې چلېږي او د ټولنې عیني او ذهني اړتیاوو ته ځواب ویلای شي. کومه قبیله چې اقتصادي – ټولنیز پرمختګ کوي، پاسني حقوقي تعاملات له یو حالت څخه بل ته اوړي او بشپړېږي. د ښاغلي وزیري په وینا هره قبیله چې له ښاري ژوندانه څخه لیری جرګه لري؛ نرخونه هم پالي.
6 – پوځي موسسه: له هغه ځایه چې په قبایلي سیمو کې دولتي امنیتي نظام نشته، ټول خلک وسلې ساتي او د ځاني او ډله ییزه دفاع کار خپله سمبالوي. دا خلک د بهرني یرغل په وخت کې د ګټې او زیان په حساب، خپل وسله وال ټولګي جوړوي چې (اربکي)، (څلوېښتي) او (لشکر) بلل کېږي چې تجربه لرونکي مشران یې په سر کې وي.
په دې کې (څلوېښتي) او (اربکي) د پولیس په شان، د سپین ږیرو او مشرانو په لارښوونه کورني نظم برابروي او (لشکر) بیا دفاعي مسوولیت لري چې لوژستیکي خدمات یې د (څلوېښتي) او (اربکي) په غاړه وي او په بیړنیو حالاتو کې د ښځو مرسته هم ورسره وي.
7 – د دین او مذهب موسسه: دیني علما په قبایلي ټولنو کې له پخوانیو وختونو څخه را پدیخوا، خپل وړ ځای لري. په جوماتونو او مدارسو کې ناست وي، ورځني عبادات سر ته رسوي او خلکو ته د دین اوامر او نواهي رسوي.
8 – د روحانیت (پیري مريدي) موسسه: د پیري مریدي موسسه او روحانیت په پښتني ټولنه کې وړ ځای او درناوی لري. پیران مریدان پالي او خلکو ته دعاوې او دمونه کوي او په عوض کې چندې او شکرانې اخلي. په پښتنو کې پیر په سیمه ییزه مشرانو لوړ او ستانه باله شي.
9 – ادیره (مړستون): د قبیلې مړستون ګډ دی او هره کورنۍ، کهول، پلرینه، (تپه) او (خیل) خپل ځایونه پکې لري. دا خلک معمولاً مړي خپلې ادېرې ته رسوي. په ادېرو کې د اولیاوو قبرونه هم وي چې خلک یې زیارت ته ورځي. ډېر پښتانه د اولیاوو په کرامت ژوره عقیده لري.
10 – د قبیلې د اقتصاد بڼه: کرنه، څاروي او ځنګلونه د قبیلوي ټولنې د اقتصاد د ملا تیر جوړوي. د کار وسایل ډېر ابتدایي دي او تولید د ځان د پاره وي. په دې وروستیو کلونو کې په زرګونو قبایلی ځوانانو نورو مارکیټونو ته لارې موندلی او د کار د پاره بل ځای ته ځي ([1]).
[1] سیمه ییز مطالعات، د افغانستان د سیمه ییزه مطالعاتو د مرکز دری میاشتنې مجله، لومړی کال، 1385 هـ ش، پسرلی ګڼه، 58 – 70