پنجشنبه, مې 22, 2025
Home+د امریکا او چین ترمنځ د تعرفو جګړه‎

د امریکا او چین ترمنځ د تعرفو جګړه‎

بصیر عاصم

په ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲مه، د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د “آزادي ورځ” تر نوم لاندې پر چین او یو شمېر نورو هېوادونو نوې تعرفې اعلان کړې.

دې پالیسۍ تر ټولو زیات د چین اقتصاد په نښه کړ. له یوې خوا، چین امریکا ته د نورو هیوادونو په پرتله زیات صادرات لرل، او له بلې خوا، چین په چټکۍ سره خپلې نظامي بودجې ته پراختیا ورکول. د واشنګټن له نظره، دا وده یوازې تجارتي رقابت نه، بلکې د امریکا و ملي امنیت ته د ګواښ په حیث محسوس کړ.

چین لا تر اوسه د امریکا په کچه نظامي ټکنالوژي نه لري، خو که د اقتصاد وده یې دوام ومومي، دا واټن به په راتلونکو کلونو کې بېله کمه شکه راکم شي. همدا چټک پرمختګ د امریکا لپاره د اندېښنې اصلي نقطه ده. په همدې اساس د تعرفو دا جګړه تصادفي یا احساساتي نه ، بلکې داسي ښکاري چې د یو دقیق پلان، معلوماتي ارزونې او محاسبې پایله ده.

امریکا په ښکاره توګه  پیغام ورکړ چې نه غواړي د چین اقتصاد و هغې کچې ته ورسیږي چې د امریکا  د ګټو د پاره ګواښ جوړ کړي. هم ددې سره داسي ښکاري چې دا اقدام د امریکا د نوې صنعتي ستراتیژۍ برخه ده، چې هڅه کوي کورني تولید ته وده ورکړي او د چین  ټیکنالوژیک پرمختګ هم تر ممکنه حده محدود وساتل شي.

که څه هم دا پالیسي خپله امریکا ته هم اقتصادي زیان اړولی دی، خو  واشنګټن هڅه کوي  دا تاوان د چین د پرمختګ د مهارولو په وړاندې کم اهمیته و ښیي.

دا جګړه، چې اقتصادي ده خو ژور امنیتي بُعد هم لري، ښيي چې امریکا اوس یوازې د خپلو ګټو ساتنه کوي، ان د خپلو نړیوالو په ځانګړې توګه اروپایي متحدینو پروا یې ونه ساتله چې تل د امریکا په څنګ کې په هر ډګر کې ولاړ وه.

چین که نظامي ټکنالوژي لري یا غیر نظامي، زیاتره یې د روسیې او امریکا د اختراعاتو تقلید دی. د نوښت اصلي سرچینه تر اوسه هم لویدیځ پاتې شوی، او دا حقیقت امریکا ته د باور یو دلیل ورکوي چې کولای شي د تعرفو دا جګړه وګټي، که څه هم د وخت، صبر او تدبیر غوښتنې ته اړتیا لري.

په پای کې، په قوي احتمال دا جګړه به تر هغه دوام وکړي چې امریکا د چین د اقتصادي او نظامي پرمختګ د کنټرول ډاډ ترلاسه کړی نه وي، او دا ډاډ به هغه وخت یقیني شي چې یا چین له خپل اوسني بریدیزه پالیسۍ او پرمختیایي مسیره منحرف شي، یا امریکا وتوانیږي چې نړیوال اقتصادي نظم داسې عیار کړي چې د چین مخ پر ودې قوت که په هر قیمت وي خو مهار کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...