یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبکره کتنهد الهام کيسه ګۍ/ حبيب وقار

د الهام کيسه ګۍ/ حبيب وقار

کيسه ګۍ، مينيمال يا فلش فکشن ډېرې لنډې کيسې ته وايي چې هم پيغام لري او هم لوستونکی د يوې پېښې انځورولو ته هڅوي.

–        په کيسه ګۍ کې د نورو داستانونو او کيسو په کچه کرکټرونه او پېښې لږې وي.

–        په دې ادبي ژانر کې ليکوال د پېښې او کرکټر اصلي موخې ته ځي او لوستونکو ته په لنډو خو بډايه ټکو کې اصلي پيغام بيانوي. د نورو لنډو کيسو په څېر د کرکټر د ژوند نور اړخونه نه راسپړي. د يوې غوټې لپاره څو نورې غوټې نه پرانيزي بلکې سمدلاسه اصلي غوټه خلاصوي.

–        کيسه ګۍ ژر او په لنډو ټکو کې پيغام ورکوي خو ښه ځانګړنه يې دا ده چې لوستونکی د موضوع په اړه فکر کولو ته هڅوي.

–        د کيسه ګۍ يو تعريف داسې هم دی چې په ډېرو لږو ممکنه کلمو سره ستر مفهومونه او انځورونه په ځان کې رانغاړي.

–        په پښتو ادب کې کېدای شي د الهام تر کيسه ګيو مخکې هم کيسه ګۍ ليکل شوې وي خو په دومره کچه نه، موږ په پښتو ژبه کې کيسه ګۍ د الهام صیب يو نوښت بولو. د الهام د کيسه ګۍ د ټولګې تر چاپ کېدو مخکې په دې برخه کې کومه ټولګه نه ده چاپ شوې.

–        د الهام کيسه ګۍ مې په فيسبوک کې ډېرې لوستې وې. ډېری وخت مو څرګندونې هم پرې کړې دي. په فيسبوک کې يې هم ټولو لوستونکو د ټولګې د چاپ کېدو هيله کوله. زه ورته مبارکي وايم او د کيسه ګۍ د ټولګې په اړه چې ۲۰۰ کيسې پکې راغلې دي، څو کرښې وړاندې کوم.

–        د کيسه ګۍ نوم ډېر خوږ او ښايسته دی سره له دې چې په ځينو نورو ژبو کې د فلش فکشن يا مينيمال په نوم ياد شوې دي، خو په پښتو کې دا نوم چې خپله الهام ورته خوښ کړی ډېر ښکلی دی.

–        د الهام د کيسه ګيو په ټولګه کې يو بل ښه والی دا دی چې د بهرنيو کيسه ليکوالو کيسه ګۍ يې هم پکې را اخيستې دي چې په دې سره لوستونکی کولای شي همدا کيسه ګۍ د بهرنيو کيسه ليکوالو له کيسه ګيو سره پرتله کړي.

–        ما خپله د الهام تر کیسه ګيو مخکې هم ډېرې لنډې کيسې چې همدا کيسه ګۍ وې لوستې وې خو دې کيسه ګۍ په نوم مې د الهام له کيسو وپېژنده او تر دې وړاندې مې يې په اړه ډېر مالومات هم نه لرل.

–        مينه مال يا کيسه ګۍ ته انګليسي شاعر او ډرامه ليکونکي رابرټ براونېنګ د لومړي ځل لپاره د (لنډ او بډای) کلمه و کاروله چې ډېره پر ځای کلمه ده.

–        د الهام د کيسه ګۍ ټولګه مې ولوسته ډېرې په زړه پورې او د ښه پيغام لرونکې کيسې پکې وې.

–        په دې ټولګه کې ځينې کيسه ګۍ له نورو ژبو ژباړل شوې او له نورو کيسه ګيو سره ګډې راوړل شوې که چېرې ژباړل شوې کيسه ګۍ په بېل څپرکي کې راوړل شوې وای ښې به وې.

–        ليکنه او ژباړه به سره بېله شوې وه او لوستونکو به هم د بهرنيو کيسه ليکوالو کيسې په آسانۍسره پېژندلې وې.

–        ځينې ژباړل شوو کيسه ګيو ته ژباړه نه ده ليکل شوې، لوستونکی نه پوهېږي چې دا ژباړه او که ليکنه ده. لکه دويمه او پنځمه کیسه ګۍ، بايد چې ژباړه ورته ليکل شوې وای.

–        د اضافت توري چې د جملې د روانوالي، وزن او ښکلا لپاره کارول کېږي په ځينو کيسه ګيو کې، سم نه دي کارول شوي. لکه د ابدي مسافر تر عنوان لاندې په ۴۱ مه کيسه ګۍ کې:

د الهام په کيسه ګيو کې ځينې ډېرې لنډې او يوه کرښه دي، خو بيا هم پيغام لري او هم لوستونکی فکر کولو ته هڅوي. لکه:

د کمبود په نوم ۳۷ مه کیسه ګۍ:

–        هلته به اوس څه ښې خوشالۍ روانې وي او زه پکې نه يم!… په دې کيسه ګۍ کې د محروميت او مسافرۍ بيان شوی، يو کس مسافر دی، کور کې يې د خوښۍ کوم مراسم لمانځل کېږي خو دی نه شي کولای برخه پکې واخلي.

د ابدي مسافر په نوم ۴۱ مه کیسه ګۍ:

–        ويل يې ځم که خدای کول ډک لاس به راوګرځم، لاړ خو بېرته هېڅ رانغئ… په دې کيسه کې د يوه شهيد يا ابدي ورک کس د زړه آرمان او کورنۍ انځور شوي دي، چې لوی مفهوم پکې نغښتی دی.

د تقدير په نوم ۴۳ مه کیسه ګۍ:

–        ویل يې که دې دا ځل بيا هم لور وشوه نو شله به دې کړم، خدای زوی ورکړ خو شل… په څومره لږو الفاظو کې څومره لوی مفهوم، يو څوک له لور نه دومره کرکه کوي، چې خپلې مېرمنې ته وايي چې که دا ځل يې هم لور پيداشي نور پښې به يې پرې شلې کړي، خو د الله تقدير ته ګوره چې شل زوی يې پيداکېږي.

د طنزيه په نوم ۵۴ مه کیسه ګۍ:

–        غاړه يې تازه کړه خو د وينا له پیل وړاندې يې سکرتر په غوږ کې څه وويل وزير ګوښې ته شو او د پتلون ځنځير يې وتاړه… په لنډو الفاظو کې ښکلې او له خندا ډکه کيسه چې خندا، تلوسه، پيغام، غوټه او ښه پای هم لري.

د کيسه ګيو په عنوانونو کې يو څه ستونزې ليدل کېږي

–        په عمومي ډول د کیسه ګيو عنوانونه کليشه يي يا په عامه اصطلاح تکراري او ډېر کارول شوي دي.

–        د عنوانونه بله ستونزه داده چې ډېری يې پښتو نه دي. د بېلګې په توګه: عذاب وجدان، تنهايي، عوام فريبي، زورګويي، بيروبار، کمبود، خوش باوري، تن فروشي.

–        چې د دې ټولو لغتونو معادل موږ په پښتو کې لرو لکه: د وجدان عذاب، يوازېتوب، د خلکو تېرويستل، زور ښودل يا زورواکي، ګڼه ګوڼه، کمښت يا کموالی او ښه باور لرل، يا باور کول.

–        يوه بله ستونزه چې په عنوانونو کې ده، هغه دا چې د څو کیسو عنوانونه يو ډول ليکل شوي دي. په يوه نوم څو کيسې دي. د بېلګې په توګه: هيلې، تقدير، تنهايي، وجدان، يتيم، يتيمه، ځانمرګی، ليکوال او پلار په دې هر نوم څو کيسې شته دي.

–        د کيسه ګيو له ډلې د ايمان په نوم يوه کيسه چې په قلعه فتح الله کې د يوه رسټورانټ او يوه مسجد کيسه په کې را اخيستل شوې خو لاندې د يوه بهرني ليکوال (پايلو کويلو) نوم ورته ليکل شوی زه خو پوه نه شوم چې د ایمان په نوم کيسه بهرني ليکوال ليکلې که الهام؟

په کيسه ګۍ کې ډېرې کيسې دي که په ټولو مې خبرې کړې وای ليکنه به ډېره اوږده شوې وه. بيا هم الهام صیب ته د کيسه ګۍ د چاپ مبارکي وايم، په زړه پورې، ښکلې او ښه مفهوم لرونکې پېښې يې په لنډو ټکو کې بيان کړې دي.

الهام د ډېر ښه استعداد خاوند دی، لوی څښتن دې زموږ هر زلمي ته د الهام په څېر استعداد ورکړي. نوموړي تر دې ټولګې پخوا هم ډېرې ليکنې کړې دي، د ابراهيم ادهم په پلونو ناول يې د ډېرې ستاينې وړ دی. هغه هم په ډېره ښکلې ژبه او لوړ مفهوم سره ليکل شوی دی. زه ورته په ژوند کې له لوی څښتن څخه د لا ډېرو برياوو هيله کوم.

۱۳۹۳/۰۳/۲۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب