یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهقانعستا د ښایست ګلونه ډېر دي

ستا د ښایست ګلونه ډېر دي

 شپېته ۶۰ کیلو ګرامه وزن لري، پنځه وخته لمونځ کوي، پرشخصیت يې د دیندارې مور اغېزې خورا ژورې دي.

مور يې په ۲۴ساعتونو کې ۱۸ ساعته په عبادت تېرول، د ژوند ټوله مشغولا يې عبادت او د کلام الله مجید تلاوت و.

که به په کلي کې څوک مړ و، که به په ښار کې ځوانیمرګ شو، که به په ترافیکي پېښه کې چا ژوند وبایلود، که به تورې تپې جنازه د هدیرې خوا ته روانه کړه، هر ځای چې به ژوند د مرګ پر پوله تم شو، نو د مور د سترګو اوښلنې چينې به یې روانې شوې او د مورولۍ په عاطفي ژبه به یې پوښتنه کوله.

د مرحوم فقیر مور ژوندۍ وه، ته وا د مور به یې څه حال وي؟

پلار یې د مرکو او جرګو د ټغر سردار و، خو لمونځ يې بې له جماعته نه ادا کاوه. د جماعت د لمانځه پر لار د جومات په خوله کې شهید شو.

د ژوند له ډېرو لذتونو او عیاشیو سره نا اشنا سړی دی، توره ډوډۍ خوري او دسترخوان يې د خپل فقیر او مسکین ملت د خوراک تابلو ده. اصراف نه کوي هماغه افغاني پالک، کندهارۍ شوله، تور بانجان، شړومبې او له افغاني سابو څخه جوړه سلاټه يې د دسترخوان زېب او زینت وي.

د افغانانو په څېر د ناموس پرده د فرهنګ او کلتور د حیا جامه بولي، د ښځو عزت د افغاني اخلاقو مروت او ځوانمردي بولي، د پړوني احترام د نارینتوب نېکنام ګڼي، له پیسو ټولولو سره يې  نه ده جوړه.

د هجرت په وخت کې يې په پټه محرمو او فقیرو کورنیو ته نغدي مرستې ورلیږلې، که به يې په ښي لاس  مرسته ولیږله چپ لاس به یې نه و خبر، که به یې په چپ لاس مرسته ولیږله ښی لاس به یې ناخبره و.

په ۴۳ کلنۍ کې یې واده وکړ یوه ورځ يې له مور څخه د کوڅې نورو ښځو پوښتنه وکړه چې زوی دي سپین ږیری شو، واده څه وخت ورته کوې. مور يې ورته وویل چې د زوی زړه یې د خدای او افغانستان مینې داسې تسخیر کړی چې اوس نورو مینو ته ځای نه په کې پیدا کیږي.

د مور او پلار فرمانبردار و، مور يې سره کرښه ورته وایستله چې زه د لحد پر غاړه پرته یم واده وکړه که نه نه دي بښم.

هماغه و چې د مور فرمان ته يې سر ټیټ کړ او مور یې د یوه غریب معلم لور نږور کړه.

حامد درښیم چې اوس د افغانستان په تاریخ کې د حامد کرزي په نامه یو فصل دی. د افغانستان د تاریخ هغه فصل چې له دې وروسته به د نړۍ په سترو پوهنتونونو کې د د کتورا تیزس پرې ولیکل شي.

د افغان تاریخ هغه فصل چې یوه تباه او برباد ملت په کې د هدېري په لحد کې بېرته سر راپورته کړ، کفن يې څیري کړ او د ژوند پر ډګر یې چیغه کړه چې د دې غرونو او دې ډګرونو هستوګن ملت مرګ ته ماتي ورکړه او بېرته د ژوند په ډګر کې د سیالۍ پرسټیج ودرېد. په همدې حال کې حامد کرزی د افغانستان رهبر و.

دښمني او یو د بل وینو ته تږې قبیلې بېرته پر ملي ټغر سره راټولې شوې او د پت او عزت قصیدي يې د زمان د موزیک له راګونو او ارګسترونو سره بیا سندریزه کړه.

خلقي او پرچمي اخوانی او طالب، ږیره ور او برېتور افغانان چې یو د بل په مرګ کې یې د جنتونو د حورو شنه خالونه لټول بېرته یو د بل تر څنګ کېناستل.

د افغانستان د نوي عزم پر ضد بیا جګړه پیل شوه، خو ما د خپل ملت د پنجاب او کولاب، ایران او تاوران، شرق او غرب، شمال او جنوب د واز خولو بلاګانو له منګولو څخه د ژوندانه څنګلو ته ولیږداوه.

دافراطیت، شرطلبۍ او جګړه مارۍ د اور سکروټو لا د افغان ملت له لمنو څخه د اور ژبغړاندې لمبې پورته کولې.

خو حامد دغه سکروټې په لوڅو ورغوو کې د پنجاب لمنې ته وروغورځولې او نن پنجاب په چیغو چیغو دی چې دغه سکروتې ستاسي له خوا راغورځي. نوازشریف محمود خان رالیږي، راحیل شریف سفیر ورغواړي، پنجاب رمباړي وهي افغان ورته وایي چې ټینګ شه بچو چې نن دي وار دی ،کونه ټینګه کړه.

افغانستان دیموکرات شو، افغان ملت د ډیموکراسۍ تصویر ته ښکلا جوړه کړه، د افغان ملت مدني څېره د حمل پر شپاړسمه او د جوزا پر څلورویشتمه له جلال او کمال سره وځلېده.

حاسدانو ویل چې حامد کرزي لویه جرګه د خپل اقتدار د اوږدېد لو لپاره راغواړي. خو حامد کرزي ثابته کړه چې لویه جرګه به له نړۍ سره د یوه سیال  ملت د ملګرتو ب شرایط ټاکي، هماغسي وشول لکه حامد کرزي چې ویل.

حاسدانو ویل چې حامد کرزی انتخابات نه کوي، خو حامد کرزي ویل چې په انتخاباتو کې د خپل ملت د قوت او جبروت د جمال او کمال راز وینم، انتخابات به کیږي او حتمي به کیږي او انتخابات وشول.

حاسدانو ویل چې په انتخاباتو کې حامد کرزي، خصي او ګونګی سردار پاچا کوي، خو حامد ویل چې انتخاب دافغانستان  د ملي وجدان کار دی.

زه د افغانستان د ملي وجدان د انتخاب ملګری یم.

بالاخره د افغانستان ملي وجدان ته د جنګسالارانو، زردارانو، سردارانو او قاچاق برانو په غویمنډ کې یو بې پیسو، بې ټوپکو، بې لښکرو، پوهنتوني استاد چې یوازې فکر لري عاشق زړه لري انتخاب کړ.

اوس به نو راشو، هغه صداقت، هغه رښتینولي ته هغه ایمان ته چې د افغانستان له ګټو جوړ دي.

حامد کرزی دافغانستان عاشق دی ، ځان سلطان نه غواړي ، خپل ملت سلطان غواړي، هماغه د ملنګ میر حمزه خان شینواري شعر دی .

زه دي وچ هډوکي شپېلم خو ملت مي دي سلطان وي

دا زما د سخن سیوری په معنی کې همایون کړه

په دې هکله ، به کتابونه ولیکل شي ، خو زه په یوه لنډۍ غاړه باسم .

ستا دښایست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مي تنګه زه به کوم کوم ټولومه .

ممکن ځيني کسان داهم ووايي ، چې دا قانع لېونغرت وګوره . داقتدار او حکومت راختونکی لمرته بولـله  نه وایي ، خو داقتدار او حاکمیت ډوبېدونکي او لوېدونکي لمر ته يې د توصیف ملا تړلې ده ، او بګتۍ ورته وایي.

خو زه به دومره ووایم ، چې به قدرت کې په حکومت کې او په حاکمیت کې مي د حامد کرزي لخوا یو ماموریت هم ونه موند او نه مي چاپلوسي وکړه .

او اوس چې یې د اقتدار دوره پای ته رسیږي د ضمیر حکم مي د ملي ګټو دتوصیف رباب ته د وجدان په شهباز ترنګ ورکوي .

حامده!

حامد کرزیه !

تاریخ به له تاسره ضرور عادلانه چلند کوي.

هغه نسل چې نن په پوهنتون کې دی تانه هېروي.

هغه نسل چې سبا دیوه متحد افغانستان په لمن کې له بسیا سباوون سره غاړه غړۍ کیږي ، تا به دخپلو نېکمرغیو په سندرو کې ضرور یادوي .

تا به په خپلو غاړو ، سندرو ، ټپو او لنډیو کې ضرور یادوي .

ځکه ستا زړه دافغانستان د مینې کور دی او افغانان عاشقان دي ، افغانا ن د مينې مریدان دي او افغانان د عاشقانو قدرکوي

14 COMMENTS

  1. ډیره مننه قانع صاحب
    ستاسو اند د ستاینی وړ دی په ریښتیا چی حامد د خپل ګران افغانستان لپاره ډیر څه وکړل چی تاریخ به یی هیر نه کړی
    د ښاغلی حامد کرزی نه ستړی کیدونکی هڅی د ستاین وړ ګڼم او غواړم چی په راتلونګی حکومت کی هم چی په هره کچه وی پراخ ګډون وکړی . او د فغانستان ځوریدلی ولس سره خپل هر اړخیزو همکاریو ته ادامه وړکړی .
    دا ځکه چی داسی پوهه او د تجربی لرونکی شخصیتونو شتون په هیواړ او د هیواد نه بهر ډیر ګټور ثابتیدلی شی .

    مننه

  2. هغه کسانو چې څومیاشتې وړاندې دښاغلی قانع په هکله کږې لیکنې کړې وې ، خپلې لیکنې دلطفاٌ بیرته واخلی . په درنښت

  3. ګران قانع صاحب ته درناوي
    انځوریږ لیک مي دولوست ، دقدر وړ او په ټولو ښیګړو سمبال و . ځکه هغه کې په رښتیاهم هغه واقعیت په ګوته شوی و چې هغه دافغانستان دتاریخ له خورا درنواو ملي څپرکو څخه دي ، ځکه کرزي صاحب دتاریخ یوې خورا پیچلې او درنې پوښتنې ته چې له اوږدې مودې له هرچاسره طرحه وه یوروښانه ، ساده او ملي ځواب ورکړ، زه نه غواړم چي په دغه سخت کړکیجن بهیرکې ستاترویلو زیات څه ووایم خو یوتاریخي بحث اوعلمی کارته لا اړتیا شته چي باید دیوه رسالت په توګه له نظره ونه لویږي . زموږ دکلي دملا صاحب هوښیاري چا نه منله یومهال هرڅه سره ګډوډ سول ده هم انګورخرڅول پیل کړل ، په بازارکې یوځای دخپلو انګورو له بارسره کیناست او په آرامه به یې چغی کړې : هلی راشئ بادرنګ واخلۍ بادرنګ … خلکو په رښتیا دده پرخوا ورمخه کړه خوویی لیدل چې دده مخې ته انګور ایښي خو دی د بادرنګو چغې وهی ،چا پوښتنه ترې وکړه چي : ملا ستاسره خو انګور دي ولی بادرنګ بادرنګ چغی وهې ؟
    ملا ځواب ورکړ : په دي خاطر که زه ووایم چې انګوردی ، بیا داټولې غومبسې او مچان پردغه خوار رامخه کوي

    زه له تاسره موافق یم باید چي دیوه ملت ذمه دار همداسې اوږد لرلیدی فکروکړي ، څومره چي ستا لیک زما لپاره ارزښتمن و په هماغه کچه مې دحامد کرزي هیواد پالنه او له ملت مینه دزړه وینه شوه
    ستاسو دواړو دپنځیدو او غوړیدو په هیله
    کابلی والا هند

  4. هماغه د ملنګ میر حمزه خان شینواري شعر دی .

    زه دي وچ هډوکي شپېلم خو ملت مي دي سلطان وي

    دا زما د سخن سیوری په معنی کې همایون کړه

    قا نع صاحب سلام
    ستا د کلام ښايست بې سارى خوند لري او د پښتو ژبې ټول فرهنګ په کې بشپړيږي چې بيا هر شاعر، ليکوال،لږ او ډير دادب او پوهې خاوند هم د سوچ له کړکۍ ورته ګورى او د ننئ ورځ د فس بوک چټياتو سره ېې نه مقيا سه کوي. ستا کلام کې که څهم غير اخلاقې تند ټکي هم شته خو بيا ستا عبارت،جملې، وينا او نظر ته رنګ ورکوى چې د لوستونکې د نيکې سبب نه ګرځي
    دکرزى په برخه کې ډير امکان لرى چې ټول پشتانه تا سره موافق نه وي ځکه پښتنو دده په کرغېړنه،،له جنجالونو ډکه دوره کې ،هغه څه وليدل چې د پښتني معيارونو سره هېڅ تړاو نه لري.زه به ېې يو مثال راوړم مخکې له دې چې طالب،اخواني،خلقي پرچمي او نور شعله پوله سره وڅېړو چې کرزي همدا قوم له بشپړ محروميت سره مخامخ کړ او ډير زيات ېې شا ته واچاوه تاسې پوهېږي چې په يوويشتمې پيړې کې له پښتنو مخکې په بهرنيو هېوادونو کې ډريوران د سفارت کارونه مخکې بيايي د هېواد ټولې مهمې برخې که بهرنۍ دي او که کورنۍ د چا په لاس کې دي. لوى کندهار د ولسوالي کچه نيسي او يوه ولسولوالي ولايت کيږي.
    مننه

  5. ښاغلی قانع صاحب ته ډیر سلامونه او درناوی وړاند کوم.
    شاید ډیره ګناه د پښتنو هم وی خو پښتنو دوه ځله ښاغلی حامد کرزی ته رایه ورکړه او هغه یی خپل مشر وټاکه. او هغه یی څو ځلی د پردیو له بریدونه وژغوره . اما ښاغلی کرزی ته هم لازمه وه چی ډیر څه یی کړی وای. ډیر د تحصیل یافته او لوړو زده کړو درلودونکی پښتانه په یوه او بل نوم له دندو لری شول او په کور کیناستل. ښاغلی مجتبی پتنګ ، ښاغلی حلیم فدایی ، ښاغلی ګلاب منګل ، ښاغلی هدایت امین ارسلا …. او نور لوړرتبه او ټیټ رتبه پښتانه روڼ آندی ، د اردو پخوانی افسران، د دولت مامورین بیکاره ګرځی اما په مقابل کی د بسم الله خان ، استا عطا محمد نور په شان بیسواده کسان د دولت واګی په لاس کی لری. په بهر کی افغانی سیاسی او ديپلوماتیکی نمایندګی چی باید د ټول افغانستان نمایندګی وکړی ، یواځی د یوه قوم په لاس کی دی او هلته هم پښتانه خپل مشکلات نشی حل کولای. په مقابل کی یو یا دوه ډلو د ده له واکمنی نه ډیره ګټه واخیسته او دلته عدالت تامین نه شو. داسی نور ډیر مثالونه شته خو په مجموع کی شاید له مخکینیو واکدارانوسره په پرتله کیدو سره ډیر ښه وی.

  6. محترم قانع صاحبه سلام : ته خو لیکوال يې که دي په خپله ټوله لیکنه کي یو ځل هم د دې ملایکي ( حامد کرزي ) د ښایست له ګلانو سره د یوه اغزی یادونه کړې وای نو ما به ویلي وای چي په تا دي زر ځله شاباس او دخدای رحمت وي ، خو تا داسي څه لیکلي چي خپله حامد کرزي هم دځان په باب نه لیکل . خپل نظر په لنډ ډول څرګندولو کي درته وایم ، چي دټولوو ناخوالو او بدبختیو د جواب ویلو دڅو نفرو په جمله کي اول کس حامد کرزی دي چي ملت او افغانستان تاریخ ته به يې وايي . بیا يې د ښایست ګلونه ټولوه .
    اعظم ګل

  7. قانع صاحب تاسو او د تاند ټولو لوستونکو ته سلام،

    ستاسو د خوږ کلام په تایید سره وایم دا چې ښاغلي کرزي صاحب مونږ ته لږ او یا هم ډير خدمت وکړ دا په هر حال خو زه دیوه مسلمان افغان بچي په توګه هیڅکله د کرزي صاحب سختۍ او مونږ افغانانو ته د هغه خدمت نشم هیرولای، زه به تاسو سره د خپل د ژوند یو لنډ مثال تاسو سره شریک کړم، مخکې له دې چې کرزی صاحب واک ته ورسیږي زه په اووم ټولګي کې وم، ما ټوله ورځ پرته له عربي کتابونو بل هیڅ هم نه ویل او هغه هم البته پرما تحمیل کېده، سبق به مې په خاورو کې ویل مونږ هیڅ څوکۍ او ځانګړی مفردات نه درلود، ډیر څه لرم چې ویلیکم خو لنډه دا چې د کرزي صاحب په راتک زه او زما په شان په میلیونونه ځوانان د هغه تور حالت څخه ووتل. او زه اوس د کرزي صاحب دښې حکومت دارۍ په برکت په خپلې ماسټزۍ کار کوم نو زه تل د حامد کرزي صاحب زیارونه تل په خپل زړه کې ساتم خدای دې هغه او تاسو ټول سره ژوندي او سوکاله لري.

    په درنښت عبدالرحیم (موسی زی)

    • ښاغلی قانع خدای دې خوشاله ، سرلوړی او ژوندی لره.
      زه دحا مد کرزې په با ره کښې تقریبا مالوما ت نلرم. خو دپلار (عبدالاحد کرزې) په با ره چې څه مالوما ت لرم ښه ، سخې او زړه سوانده سړی وو. اودحا مد کرزې دمور په با ره کښې چې زه پوره مالوما ت لرم چې ډیره عا بده ، زاهده ښځه وه غیر د ممنوعه ورځو څخه ټوله کال به صا یمه (رژه نیونکې) وه. دلوی احمد شاه بابا وه مور (زرغونې انا ) ته ورته ښځه وه

  8. ښاغلى قانع صاحب
    داصحيح ده چه محترم ولسمشر ډير نه هيريدونکى کارونه او نه ستړي کيدونکي هلى ځلى يى وکړى خو هغه څه چه ده د يوه ستر او معتبر قوم پښتون او ددوى معتبرى ژبى پښتو ته وکړل او وريى کړل هغه يواځى غلامي نه ده بل څه دي تا ته ښه معلومات شته چه دده په حکومت کى ټول واک او اختيار د چا دى او دا چا وکړل نور څه نه وايم خو دومره وايم چه پښتون قوم دنن پرتله هيڅ کله هم دومره ذليل او فقير نه وه لکه چه اوس دى نور نو قضاوت تاسو وکړى  

  9. Salamoona,
    Qan`i sab la hagho shkolo khosusyato makhsusen d karzi MOOR bibi pa hakla de os khaber krro manina. Aw khpala Hamed jan kho da 13 kala millat ta azmoinay werkrry, positive pointoona yi dder wo la negatif hagho na. Khoday de wakrry che d` ttolttakno dranda mas`alh ham pa sha shaan hal krri na pa yawe ddaly khabro manlo aw bly la hawsely su-`i istifadh..
    Yaw shey dey ka bal her zstok ham da d` per zai way shayie Pashtano ta yi khpal haqqa huquq la zyaat werkrry wy!. pa dransht. Hamidullah Sapi

  10. قانع صاحب! د کرزي صاحب په شخصیت کی څه نه وايو، خو پنجاب ته د سکروټو خبری په اړوند دومره لیکم، چې زموږ اقتصادي او نظامی چاپیریال ته په کتو سره، په لوڅو ورغوو کی پنجاب ته د سکروتو رسول د کرزي صاحب په وسعه کی به نه وي، موضوع لږه شانته سطحی معلومیږي، ښه به وی چی یو، نیم کال نتظار وکړو چې په پاکستان کی څه پیښیږي. لوڅ لاسونه یوه وسیله ده، کیدای شي په لوڅو ورغوو باندی یوه ډیره قیمتي عایقه پرده موجوده وي، او ورلاندی پولادی ستنی ورته ایښودل شوي وي..

  11. اسلام علیکم ښاغلی قانع صیب لیکنه مي ولوسته ډیره په زړه پوری او خوندوره ده زه همدومره ویلی شم چې شاید دافغانستان په تاریخ کې به اخرین و اولین رائیس جمهور وی چه ډیر زړه سوند اوپه هیواد مین شخصیت به ثابت شوی دی البته دا زما شخصی نظردی ګرانه لابریاوو په هیله مننه کوم له ټولو ښایسته لیکنو څخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب