(ګنې) تړوييکی دی، چې جملې وبله تړي. په کلاسيکه شاعرۍ کې د (ګڼه) په بڼه هم کارېدلی دی. خوشال وايي:
بخت د مغولو پښتانه نه پرېږدي
چې اتفاق وكا په توره زړه كېږدي
ګڼه څه هومره پښتانه نه دي
چې يې په ياد كا د مغول زړه رېږدي
يا:
واړه عشق دی چې يې ســـــــــر راته ګياه کړ
ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښنــــــدل څوک
په ځينو لهجو کې د (ګنې) بله بڼه(که نه) هم کارېږي، خو دا هغه (که نه) نه دی، چې د پوښتني جملو په پای کې پر خپله خبره د مخاطب د تاييد(هوکړې) اخيستو يا تصديق لپاره راځي او په انګليسي کې ورته ګومان کوم(Tag Question) وايي. لکه:
افغانستان پرمختللی هېواد دی که نه؟
کله ورسره له تاييد سره د تاکيد يا ټينګار لپاره (خو) هم کارېږي، لکه:
وظيفه خو دې خوښه ده که نه؟
دا (که نه) په خبري جملو کې هم کارېږي، خو هلته بيا تاييد نه، تاکيد ښيي:
بچي به دې لوے شي که نه۔
وطن به آباد شي که نه۔
د تاييد او تاکيد ( که نه) اصلا خو (kə na) يعنې (که) پکې پر زورکي ختم دی، ځکه چې متضاد حالت ته يې اشاره ده: مطلب، وظيفه دې خوښه ده، که دې خوښه نه ده؟ خو په تاييد او تاکيد کې(کهKa na/)په زور پای تلفظېږي. د دې پرخلاف د (ګنې) ها بله بڼه(که نه) کې (که) په زورکي ختم دی او ټول د (kə na) په بڼه دی.
د پوښتني جملو له (که نه) سره د التباس له امله ښه ده، چې دا سړی په (ګنې) وليکي او په همدې بڼه دود شي.
په پښتو رسنيو کې (ګنې) ډېر کم کارېږي، ځکه چې مبتذل او شفاهي ورته ښکاري يا يې ورپام نه دی، ګنې د (ګنې) دومره کمالونه دي، چې که د ژورناليستانو او ليکوالو ورپام شو، بيا به يې پرځای (اما، نو، ځکه، خو او…) نه کاروي، ځکه چې د يوه تړوييکي پرځای د بل کارونه ورانپوهاوی زېږولای شي.
(ګنې) دوه نسبتا مخالف حالتونه ښيي، چې يو پکې علت وي او بل معلول. مطلب، د يوه معلول يا يوې پېښې لامل ښيي:
امنيت خراب و، ګنې ټاکنې کېدلې.
امريکا په عراق کې ونښته، ګنې د ايران چاره يې کوله.
په دواړو جملو کې دوه نسبي مخالفت حالتونه وينو. په لومړۍ کې د امنيت خرابوالی او د ټاکنو نه کېدل او په دويمه کې پر ايران د امريکا نه بريد. په دواړو کې د دوو پېښو علتونه وړاندې شوي. په لومړۍ جمله کې يې د ټاکنو د نه کېدو علت د امنيت خرابوالی ښوولی دی. په دويمه کې هم لومړۍ يوستوې جمله(امريکا په عراق کې ونښته) علت دی او دويمه معلول دی.
(ګنې) په هره زمانه کې کارېدلی شي، خو که لومړۍجمله په بشپړ تېرمهال(مطلقه ماضي) کې وي، (ګنې) دويمه جمله په نابشپړتېرمهال(استمراري ماضي) اړوي:
مېلمه يې راغی، ګنې هغه راته.
که لومړۍ جمله په استمراري ماضي کې وي، دويمه جمله هم په استمراري ماضي کې وي:
باران ورېده، ګنې کرکټ ته راووت.
جګړه وه، ګنې د افغانستان د پرمختګ مخه چا نه شوه نيولای.
په (ګنې) کې بل کمال دا دی، چې ماضي او حال دوه بېلې زمانې هم په يوه تار تړلای شي:
د ګاډي کرايه ورسره نه وه، ګنې زمری غير حاضري نه کوي.
لومړۍ جمله په ماضي کې ده او دويمه په حال کې، خو (ګنې) د علت او معلول په يوه لړ کې سره پېيلي دي.
له (نو) سره د (ګنې) توپير دا دی، چې (نو) پايله ښيي، خو (ګنې) د يوې پېښې علت؛ نو د يو بل پرځای يې کارونه سمه نه ده. مثلا: که په وروستيو دوو جملو کې زموږ موخه د پايلې ښودانه وي، بيا (نو) کارول پکار دي:
باران ورېده؛ نو کرکټ ته راونه ووت.
جګړه وه؛ نو افغانستان پرمختګ ونه کړ.
يعنې د باران د ورېدو پايله کرکټ ته نه راوتل او د د جګړې پايله د افغانستان نه پرمختګ شو. که موخه صراحت نه وي، په داسې حالت کې د (نو) کارونه دومره ضرور نه ده، ځکه چې دواړه يوستوې جملې اوږدې او له يو بله دومره لرې نه دي، چې د (نو) اړتيا پکې پيدا شي.
(ځکه) هم علت ښيي. له (ګنې) سره يې توپير دا دی، چې يو خو دا هله کارېږي، چې پر معلول ټينګار وي؛ لکه:
لويه څارنوالي، لويه څارنوالي نه ده، ځکه رسنۍ پر افغاني فرهنګ بلوسېږي.
دلته موخه معلول(…رسنۍ پر افغاني فرهنګ بلوسېږي) دی، ځکه ورته(ځکه) کارېدلی دی. بل خبره دا ده، چې (ځکه) (لکه په پاس بېلګه کې) چې جمله په کومه منفي يا مثبته بڼه وي، همغسې ورسره راځي؛ خو (ګنې) چې په پوښتني جملو کې وکارېږي، جمله ځان ته سرچپه کوي او دا د (ګنې) د بلاغت نښه ده. ماناپوهان وايي، چې تر نېغې خبرې سرچپه خبره ډېر اغېز ښندي. مطلب، د خپلې خبرې لپاره د مثبتې جملې پرځای منفي او د منفي پرځای مثبته وکاروې؛ لکه:
جګړه وه، ګنې د افغانستان د پرمختګ مخه چا نيولای شوه؟
که د دوزخ ويره نه وای، چا به ګنې لمونځ کړی وای؟
له (خو) سره (ګنې) ورته والی او توپير دواړه لري. ورته والی يې دا دی، چې دواړه علت ښيي او توپير يې دا دی، چې (خو) د معلول اهميت ته اشاره کوي او (ګنې) علت ته لومړيتوب ورکوي. مطلب که د متکلم موخه پر معلول ټينګار وي، (خو) کاروي او که پر علت وي، (ګنې) کاروي. د همدې موخې لپاره (خو) معلول مخکي کوي او (ګنې) علتي جمله او دا د دې دواړو ترمنځ بل توپير دی:
پښتانه هر تحول ته د شک په سترګه ګوري، ګنې دومره به پاتې نه وای.
دومره به پاتې نه وای؛ خو پښتانه هر تحول ته د شک په سترګه ګوري.
په لومړۍ جمله کې علت مهم دی او په دويمه کې معلول، ځکه په لومړۍ غبرګه جمله کې علتي جمله مخکې شوې او په دويمه کې معلول مخکې شوی دی. زموږ ليکوال او ژورناليستان د (ګنې) دې باريکۍ ته ځير شوي نه دي، ځکه يې پرځای(خو) کاروي او (ګنې) نه کاروي.
له (که) سره يې توپير دا دی، چې (که) شرط ښيي او (ګنې) علت ښيي؛ خو کله ناکله يوځای هم کارېږي او چې يوځای وکارېږي، نو شرط او علت دواړه غبرګ ښيي، لکه په ها پاس جمله کې:
که د دوزخ ويره نه وای، چا به ګنې لمونځ کړی وای
يعنې د دوزخ ويره د لمونځ شرط هم شو او علت هم.
(ګنې) پر ساده جملو سربېره په غبرګو جملو کې هم کارېږي او دواړه جملې سره نښلوي؛ خو ځای يې د (خو، نو او ځکه) غوندې د دويمې يوستوې جملې سر دی، چې له دې نه معلومېږي، چې (ګنې) د تړنومځري(عطفي ضمير) کار هم ترسره کوي، ځکه چې په لومړۍ يوستوې جمله کې د راغلي نوم يا ضمير د تکرار مخنيوی کوي.
(ګنې) چې په جمله کې مهم توک وي، د دويمې يوستوې جملې په سر کې راځي، خو که په غبرګه جمله کې تر ده بل مهم توک پيدا شي؛ نو بيا ترې هغه مخکې کېږي او دا ورپسې جوخت وروسته راځي؛ لکه په دې بېلګه کې مو چې وليدل:
که د دوزخ ويره نه وای، چا به ګنې لمونځ کړی وای.
په دې جمله کې تر (ګنې)، (چا) مهم دی، ځکه مخکې راغلی او د ګاندې مرستيال فعل(به) خو هسې هم په خجن(فشاري) توک پسي جوخت راځي او يو غونډ ورسره جوړوي، ځکه يې نو له (چا) نه بېلدنګ شونی نه دی او (ګنې) بويه په (چا به) پسې راشي.
(ګنې) په ساده جملو کې هم کارېږي او په ساده جملو کې د څرګندني(کيفي) قيد دنده ترسره کوي او د يوې پېښې په اړه شک ښيي:
افغانستان به ګنې آباد شي؟/ افغانستان به آباد شي ګنې؟
داوو خان ګنې له شوروي سره جوړ و؟
زما ګنې دا خوښه وه.