دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د حمزه پښتني غرور | زهير سپېڅلی

د حمزه پښتني غرور | زهير سپېڅلی

د جيلاني جلان صاحب بيت دی:
مجبوري بده ده، خو بيا د محبت مجبوري
په خدای که هيڅه چاره کېږي وايه څنګه وکړم؟
هره مجبوري زور غواړي، خو د ميني او زړه مجبوري بيا تر نورو مجبوريو څو کېلو متره وراخوا ده.
«مين زړه تر بل هر زړه ډېر مجبوره وي.»
مجبور سړی که غر هم پر شا راوړي، راوړي به ئې، مجبور دی. زورور ئې نه بولو. غښتلی نه دی. متل دی: «مجبور ته مه وايه چي غښتلې»
دا د ميني مجبوري ده، چي يو وخت د ټول کلي خان يې او بيا په هغه کلي کي د يوې دروازې ملنګ شې  او  خپله خاني تر ملنګۍ قربان کړې.
مين چي د يار په يوه نظر مړ او په بل ژوندی کېږي، همدا خبره ده.
شاعران دغه د ميني مجبوري دغسي يادوي. دروېش صاحب وايي:
د يار له در سره تړلی هر شی قدر غواړي
نور خو لا پرېږده د رقيب نوم به هم سم اخلمه
دا چي د ناسياله رقيب نوم به هم سم يادوو (کنه، رقيب په نامه اخيستو هم نه ارزي) د ميني له مجبورۍ پرته بل څه دي؟!
په شعر کي ځيني شاعران  خپلي ميني/مين ته ډېره ټيټه راوړي. ماتېږي، ان تر دې چي رحمان بابا وايي:
چي د سپي اواز ئې اورم هسي خوښ يم
لکه څوک چي په نغمه خوښ د رباب
هغه خوشحال خان چي ځان د زمانې ننګيالی ګڼي، هغه هم کله کله تر دې حده رسېږي، چي
که د سپيو د کودي اوبه ئې مومم
دا به وايم چي په تن اب و کوثر خورم
ـــــــــــــــــ
که د پښو خيری ئې نه يم باري شکر
چي د ګرد په دود ئې نښتی پر لمن يم
ان تر دې چي د خپل محبوب په لاس کي د زهرو پياله هم تر عسلو ښه او خوږه ګڼي.
که د زهرو پياله وي او ستا له لاسه
تر عسلو به لا ښه وي هغه زهر
خو ځيني بيا وايي، چي نه، دومره دي هم د محبوب پله درنه نه وي. دومره دي هم د يار خوا ته نه وي، چي يا سر ورته ټيټوو او يا خپل غرور ورته په قدمونو کي مات کړو.
د خوشحال خان پښتني غرور دلته بيرته خپل سر اوچتوي. چي يوازي ته نه يې، دنيا له ښکلو ډکه ده. که ته بې پروا او بې نيازه يې، زه به د بل ښکلي لاس ونيسم. دا خبره ښه په ډاډ کوي:
چي دا هسي بې نيازي کړې، دا ښه نه کړې
زه به نور ياران پيدا کړم، ته به څه  کړې؟
ځيني دا لا وايي:
که ته خپلي کړي وعدې هېروې، موږ هم ښه پوهېږو، چي ستا پر لور درغلې لار بدله او بلکل ستا کوڅې هېري کړو.
اشنا چي تا خپلي وعدې هېري کړې
ما هم بېخي ستاسو کوڅې هېري کړې
که حمزه بابا ته راشو، هغه په مينه کي هم خپل افغانيت، پښتونولي او پښتني غرور ساتي، دومره ماته نه راوړي. له دې دوو بيتونو هم د حمزه بابا د پښتني غرور او افغانيت اټکل ښه کولای شو.
په مينه او محبت کي ئې سترګي ټيټي کړي دي، خو په سر کي ئې د افغانيت نشه وه، نه  ټيټېده. په هسک سر او دنګه غاړه ئې په محبت کي ځان افغان ثابت کړی دی. د پښتني غرور پر هسک غره ولاړ، د افغانيت په نشه کي وايي:
ما ټيټ ورته لېمه کړه زما سر  نه ټيټېده
شايد چي په الفت کي هم افغان پاتي کېدم
ــــــــــــ
په بل بيت کي وايي:
ته که په حُسن نازېږي او ځان ته څه وايې؛ زه بيا د ميني په پت، عظمت او وقار نازېږم. ستا که د څو ورځني حُسن د غرور په خاطر تندی ګونځي ــ ګونځي دی؛ زه پخپله تلپاتې دنګه شمله وياړم او شمله مي ګونځي ــ ګونځي ده.
په پښتانه اواز او  انداز وايي:
حًسن که غرور لري، وقار د ميني هم شته
ستا ګونځي په تندي کي زما ګونځي په شمله کي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب