پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+ټويت که سياسي انفجار | هارون جمال 

ټويت که سياسي انفجار | هارون جمال 

يه پښتو کې يو متل دی، وایې له خپلې لمنې مې اور اخېستی، زمونږ لويه بدبختي همدا دی کله چې پښتانه په يو تغر راټولېږي، په قوم کې د يو والي جذبه پيدا کېږي نو له خپل منځه يو څوک را پورته شي او ټوله کړې خواري په اوبو لاهو کړي.
په دې وروستيو کې په لره پښتونخوا کې ، پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو ملت پالو ګوندونو بيا بيا هڅه وکړه، چې قوم په شغوري ډول را بيدار کړي ، له خپل دوست او دوښمن يې خبر کړي، د امن غږ پورته کړي، چې په دې کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرې هلې ځلې وکړي او په هره غونډه کې به ورسره د عوامي نشنل پارټۍ مشران هم موجود وو، چې زما په شمول د ټولو پښتانو ترمنځ د باور يوه فضا رامنځته شوې وه.
اګر چې پښتانه خو له نېمې پېړۍ را په ديخوا په کړاو کې ژوند کوي ؛ خو په دې روروستيو کې يې دا کړاو نور هم په ډېرېدو و ؛ نو ځکه خو په هرځای کې غونډې وشوې او د امن غږ يې پورته کړ، په زرګونو خلک لارو کوڅو ته راووتل په ډليز ډول يې چيغې وهلې ، چې مونږ په خپله خاوره امن غواړو.
دا په داسې وخت کې دا غږ پورته شو ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزير او ورسره نور ملګري په زندان کې وو، زنداني مشرانو د ځان پروا ونه کړه ؛ خو قوم ته يې د بيدار پیغام ورکاوه، قوم هم د ډېرو ستونزو سره سره بيا هم ميدان ته را ودانګل او د امن غږ يې پورته کړ.
په دې وخت کې علي وزير چې دوه کاله او دوې مياشتې يې په زندان کې تېرې کړې وي، له زندانه ازادېږي، چې دې چارې د پښتنو اصلي دوښمن پنجاب په زړه کې وېره پيدا کړه او دې پايلې ته ورسېدو چې نو په دغه خاوره پروژيي جنګونه نا ممکن دي او پوروړی پاکستان له پورونو نشي خلاصولی؛ نو له خپل بادار امريکا يې د مرستې غوښتنه وکړه، امريکا هم په مناسب وخت کې د پاکستان مرستې ته را وړاندې شوه او د رحمان بونېري په شکل کې يو کس يې را پورته کړ، ټويت يې وکړ، چې علي وزير د ايمل ولي په مرسته، چې د پآکستان د فوځ پخواني مشر قمر جاويد باجوه او علي وزير تر منځ يې جرګه کړې او علي وزير د باجوه ځينې غوښتنې منلي دي، را خلاص شو، چې ورپسې ايمل ولي د بونېري ټويت ريټويت کړ او ادعا يې وکړه چې د علي وزير ملاقات ته ورغلی او جرګه يې هم کړې ده.
دا خبرې علي وزير اسلام اباد ته له رسېد سره سمې رد کړې؛ خو دا ټويت د پښتنو ترمنځ د يو سیاسي انفجار شکل ونيوه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو عوامي نشنل پارټۍ او عوامي نشنل پارټۍ غړو پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته په سپکو سپورو خوله خلاصه کړه.
رحمان بونېري ته په داسې حساس وخت کې نه و پکار چې داسې ټويت يې کړی وی ؛ که ښاغلی بونېری ډېر د پښتنو له غم مړ وي؛ نو پښتنو خو نورې ستونزې هم لرلې ولي يې په هغو ټويټونه نه کول، چې دغه ټويټ ته يې لومړيتوب ورکړ؛ ښکاري داسې چې د کاسې لاندې نيم کاسه شته.
ولي رحمان بونېری د دې کار له پاره وټاکل شو؟
رحمان بونېری چې له ډېرې مودې را په دې خوا په VOA ډيوه راډيو کې خبريال دی، چې د امريکا له خوا تمويل او پرمخ وړل کېږي، مرکز يې هم په واشګټن ډي سي کې دی، رحمان بونېري له دې راډيو د پښتنو د خواخوږۍ خپرونې کولې، د کرښې په غاړه خپرونه يې زما هم ډېره خوښه وه، که هر څومره اړين کار به مې درلود، هغه وروسته کاوه خو دا خپرونه مې اورېده، بونېرې د پښتنو په منځ کې باور پيدا کړی و؛ نو ځکه د دغه کار له پاره وټاکل شو او په يو ټويت يې د پښتنو ټوله خواري په سيند لاهو کړه، بونېريه! پښتانه به دې ونه بخښي.
———-
د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

1 COMMENT

  1. نړیوال او زبرځواکو هیوادونو تل کوښښ کړی چې ځینې کسان له خوږی ګوتې ونیسي نو پدی حساب وخت دا ډول پښتانه تل هغه چا په اشاره کار کوی هغه چا چې معاش او روزمزد اخلی نو موږ ټول پښتنو که هغه لر دی او که بر دا پکار دې چې نړیوالو ته دا وښایو چې موږ پښتانه هم د نورو هیوادونو د قومونو په شان انسانان یو مو هیله کوو د یو انسان(بشر، Human) حیث را درناوې وکړی.

    نړیوال پدی پوهیږی چې همدا پښتانه وو چې په ډهلی او سمرقند او بخارا باندی خپله حکمرانې چلوله مګر کچیری د همدې انګریزانو، امریکایانو، فرانسی او روسیی ، ایران او پنجابیانو له ظلم خلاص شو نو بیابه موږ هماغه د احمدشاه ابدالی، غازی امان الله خان او نورو هغو شاهانو تاریخ را ژوندی کړو چې پښتانه د چا په کار کې کار نلری مګر کولای چې خپل هیواد او سیمه اباد کړی او نړیوالو او زبرځواکو له فرمایشاتو او ظلمونو او کړاوونو ځان او هیواد وساتي. (د یوه آباد ، خپلواک او پرمختللې لوی افغانستان په هیله)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب