دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهشفیق مرید: د وطن پالنې سندرې مې زیاتې وویلې، اوس عملي کارونه...

شفیق مرید: د وطن پالنې سندرې مې زیاتې وویلې، اوس عملي کارونه کوم

تاند:( دوشنبه، د کب ۲۲)  د افغانستان مشهور ځوان هنرمن شفیق مرید وایي، چې د هېواد پالنې له زیاتو سندرو ویلو وروسته یې اوس عملي چارو ته مخه کړې او کابل کې یې د ریان په نوم د یتیم پالنې مرکز جوړ کړی.

هغه چې په امریکا کې ژوند کوي، د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې یې یاد شوی روزنتون پيل کړی او اوس تر ۷۰ پورې د یتیمانو پالنه پکې کیږي.

مرید وایي، چې د طالبانو د واکمنۍ باوجود څه موده مخکې کابل ته راغی او له دغو یتیمانو او خپلې کورنۍ سره یې ولیدل.

دغه افغان هنرمن پر خپلو مینه والو او خاصتاً هنرمندانو نیوکه وکړه، چې خیریه چارو کې یې سمه ملا نه ور تړي.

هغه وویل، که نور د چا په وس څه نه وي پوره، په ټولنیزو رسنیو کې خو ورسره د مرستې خبرتیاوې باید خپاره او نور خلک ورسره مرستې ته وبولي.

شفیق مرید له نورو هنرمندانو او خلکو هم وغوښتل، چې د افغانستان د بېوزلو خلکو لاسنیوی وکړي او د خبرو پر ځای عمل کې خپل انساني او ملي مکلفیتونه عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب