دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهقرغه کې د نیالګیو ایښودو کمپاین وشو

قرغه کې د نیالګیو ایښودو کمپاین وشو

تاند:( دوشنبه، د کب ۲۲)  کابل ښاروالۍ  د ۱۴مې ناحيې اړوند د قرغې بند په ( زرغون کمربند) سيمه کې د زرګونو نيالګيو د کېنولو چارې پيل کړې.

د کابل ښاروالۍ د زرغونتيا طالب رئيس مولوي عبدالوکيل متوکل د يادو نيالګيو د کېنولو د پيل په مراسمو کې وويل، چې د کابل ښاروالۍ پرسونل اوس مهال د قرغې بند سيمې د زرغون کمربند په ۲۷۰ هکتاره ځمکه کې د ۱۵۰ زره نيالګيو او ونو په ساتنه او پالنه بوخت دي.

د نوموړي په وينا: د يادې سيمې د زرغونتيا د پراخولو په موخه ټاکل شوې ده، چې ۲۵ زره نوي نيالګي هم کېنول شي، څو دا سيمه په يوه غوره تفريحي سيمه بدله شي.

د متوکل په وينا د زرغون کمربند د خړوب او ساتنې مسئوليت پخوا د کرنې او اوبو لګولو وزارت پر غاړه وو او تېر کال دا مسئوليت کابل ښاروالۍ ته وسپارل شو.

د قرغې بند په سيمه کې د زرغون کمربند ونې اوس مهال د يوې ژورې څاه او د اوبو د ۵ زېرمو له لارې چې د غونډۍ په سر کې موقعيت لري، خړوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب