Homeخبرونهاروپایي ټولنې افغانستان ته روغتیایي مرستې لیږلي

اروپایي ټولنې افغانستان ته روغتیایي مرستې لیږلي

تاند:( دوشنبه، د کب ۲۲)  د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې ویلي، چې د اروپايي ټولنې د روغتیایي مرستو یوه کڅوړه کابل ته رسېدلې ده.

سرچینې په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د مرستو دغه بسته چې د حفظ الصحې توکي او د لومړنیو مرستو کڅوړې په کې شاملې دي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له لارې به په ټول هېواد کې وویشل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د مرستو دغه بسته به د ګڼ شمېر افغانانو د روغتیا په ښه کولو کې رول ولوبوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر “جوزف بوریل” تر دې مخکې خبریالانو ته ویلي و، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې، چې له افغانستان سره به بشري او ابرومندانه مرستې دوام لري او له توپیر پرته به پر اړمنو کسانو وېشل کېږي.

اروپایي ټولنې د طالبانو د حاکم رژیم په نه په رسمیت پېژندو له ټینګار سره ویلي، چې افغانستان سره به بشري مرستو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...