Homeخبرونهپه ټول افغانستان کې نن ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ورکول...

په ټول افغانستان کې نن ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ورکول کېږي

تاند (دوشنبه، د حوت ۲۲) ټاکل شوې ده چې نن (دوشنبه) د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ عمومي واکسیناسیون پیل شي.

د دې کمپاین په ترڅ کې به تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د بیړنیو عملیاتو د مرکز مسوول ډاکتر نیک ولي شاه مومن وايي، که څه هم دا کمپاین په ټول افغانستان کې هممهاله پیلیږي خو ښايي په ځینو ډیرو سړو سیمو کې یو څه وځنډېږي.

ماشومانو ته به د پولیو ضد څاڅکو ترڅنګ د ویټامین اې ګولۍ هم ورکړل شي.

افغانستان او پاکستان په درسته نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغي پکې پای ته نه ده رسیدلې. په دواړو هیوادونو کې سختدریځو په ځلونو د عمومي واکسیناسیون مخه نیولې او واکسینران یې وژلي دي.

تېره اوونۍ هم په پاکستان کې د پولیو پر واکسینرانو برید وشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...