دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهله پاکستانه هېواد ته ستانه شوي کډوال د پولیو خطر سره مخ...

له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي کډوال د پولیو خطر سره مخ دي

تاند:( دوشنبه، د کب ۲۲) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو مسوول کمال شاه وويل چې په افغانستان کې د پوليو د ويروس د خپريدو خطر له هغو مهاجرو څخه زيات دى چې له پاکستان څخه دغه هيواد ته ستنيږي.

خو هغه زیاته کړه: له پاکستان څخه د ننوتو په پوله کې ټیمونو ته اړتیا ده چې افغان کډوال واکسین کړي.

د راپورونو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د پولیو ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې وې، چې هېواد ته تازه ستانه شوي اکثره افغان کډوالو ژوند پکې کاوه.

کمال شاه وویل، په ختیځه سیمه کې تر لسو کلونو پورې ټول هغه ماشومان چې د پاکستان له پولو افغانستان ته داخلیږي واکسین کیږي.

ویل کېږي چې د پولیو ویروس تر ډېره د ککړو خوړو او اوبو له لارې نورو ته خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب