چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+تصویر/ اجمل پسرلی

تصویر/ اجمل پسرلی

په ژوند کې مو یو ځل لیدلي کسان کله دستي له ذهنه وځي کله لږ پکې پاتیږي، خو یو نیم وخت کیسه داسې نه وي.

 نوې ځواني وه، له کابله کندز ته تلم. بس په سالنګ کې تم شو. د رستورانت مخې ته کتار چوکۍ وې، پر یوه چوکۍ یوه نجلۍ ناسته وه، ما د بس له شیشې ورته کتل، دې نجلۍ زما خواته کتل. موټروان بس روان کړ، پوه نه شوم چې څه ته دریدلی و او څرنګه داسې ژر رهي شو. په نوره لاره کې مې له همدې تصویره پوښتنې کولې:

 ولې یې ماته کتل؟

څوک وه؟

څه یې غوښتل؟

څه یې ویل؟

داسې ډیرې بیځوابه پوښتنې وې چې د کندز د یوې اونۍ د سفر په ترڅ کې مې هیرې شوې، خو وروسته چې به مې کله ناکله په تلویزیون کې څوک لیدل، یا به مې په لارو کوڅو کې چاته پام کیدل له هاغې څیرې سره به مې پرتله کول. کلونه تیریدل، تیرې صحنې لکه وریځې، وریدې، تتیدې، تلې، راتلې، ورکیدې…

داسې وخت هم راغی چې هڅه مې کوله هغه څیره سترګو ته ودروم، نه دریده، خو هاغه چوبي چوکۍ، څوک پکې ناست، سالنګ، د غره له ډبرو جوړ رستورانت او مخې ته یې یوه باران وهلې زرغونه ونه زما نه هیریده.

زمان داسې دی لکه تخته پاک تیرې صحنې پاکوي او ځینې دوړې پر توره تخته پریږدي.

اوس تقدیر اورپا ته راپه مخه کړی یم، له پراګه نورنبرګ ته په بس کې روان یم. د پلزن په ښار کې بس ودرید. پوه نه شوم چې ولې دریدلی. کښته په تمځي کې یوه زړه ښځه ناسته ده، سپین ویښته یې داسې سپین دي لکه د کندز پخته، دا راته ګوري، زه هم ورګورم، همهاغه د سالنګ نجلۍ چې له ذهن نه مې وتلې ده همهغه نه ده؟!

ومې خندل، دې هم وخندل. بس روان شو. لاس مې پورته کړ دې هم راته پورته کړ.

کاشکي مې هاغه د سالنګ له والې سره همداسې خدای پامانی کړې وای.

 بس تیز شو، ونې یو په بل پسې تیریدې، هره ونه یو تصویر خو داسې تصویر چې په ذهن کې نه پاتیده په ژوند کې اکثر خلک همداسې دي، تیریږي، ځي یو نیم ښایي پاتې شي بیا ممکن د هغه دوړه هم له تورې تختې ودوړیږي.

سر مې پر شیشه کیښود، سترګې مې پټې ونیولې، چې یو وخت مې رڼې کړې، ماښام و، باران وریده، دانې یې پر همدې شیشې چې زه یې څنګ ته ناست وم ښوییدې، لاندې تلې.

پای

3 COMMENTS

  1. د کيسې په تخنيکې اړخ زياته نپوهيږم خود لوستلو وروسته مې داسي احساس کړه لکه زما دروح په یوه ځوريدلي برخه چا ملهم ايښې وي يوډيرنيژدي خپل مې ډير کلونه مخکې وفات شوی خوزه تر اوسه دهغه دبياليدو په تمه يم ښه پوهېږم چې ناممکن هيڅ وخت نه ممکن کيږي ،کله چې په سرويس کې په سفر دناليدولو ځايونو ننداره کوم داسي خيال مې ذهن کې ګرزي چې کيدای شي هغه دلته اوياوړاندې دموټردکړکي نه ووينم

  2. خدای شته دې کیسې ما ته هم ډیر خوند راکړ. نه پوهیږم څه علت و، ممکن زما د خپل ژوند یوه تجربه وه. عالي کیسه وه. بریالی اوسئ
    حسیب

  3. تصویر یوه ښایسته او لنډه کیسه ده. د کیسې موضوع د انسان حافظه او خاطرات ده.
    یوه جالبه او شیرینه مقایسه چې لیکوال لیکلې دا ده: “زمان داسې دی لکه تخته پاک تیرې صحنې پاکوي او ځینې دوړې پر توره تخته پریږدي”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...