تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۰مه』د شپږیزه لیګ لسم پړاو په درېیمه ورځ، لومړۍ لوبه بند امیر ښامارانو او آمو نهنګان لوبډلې ترمنځ ترسره شوه.
بندامیر ښامارانو آمو لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زیان د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه. لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۷۳، محمد شهزاد ۶۸ او ګلبدین نایب ۲۵ مندې جوړې کړې. آمو نهنګان لوبډلې لپاره یمین احمدزي ۲، فضل الحق فاروقي او افتاب عالم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
آمو لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۷ لوبغاړو په زیان پوره او لوبه یې وګټله.
شاهدالله کمال د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډیرې ۴۴ ناسوزېدلې منډې وکړې، خو په مقابل کې غضنفر بیا خپلې لوبډلې لپاره دوه لوبغاړي وسوزول.
دوهمه لوبه
مس عینک اتلانو د بست ساتونکو ته د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.
د مس عینک اتلانو لپاره وفي الله تره خېل ۵۹، سهیل خان زرمتي ۴۸ او خالد تڼیوال ۲۹ منډې جوړې کړې.
دغه راز د بست ساتونکو په ګته عبدالرحمن رحماني ډېره ښه توپ اچونه وکړه او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې.
د بُست ساتونکو لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او د ۱۸ منډو په توپير یې ماتې وخوړه. محمد اکرم د خپلې لوبډلې لپاره تر نورو ډېرې ۵۶ منډې وکړې.