پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهافغانستان کې د درملو ۶۳ تولیدي فابریکې فعالې دي

افغانستان کې د درملو ۶۳ تولیدي فابریکې فعالې دي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۰مه』د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د درملو ۶۳ تولیدي فابریکې فعالې دي.

یاد معاونیت زیاتوي،چې دغه شمېر فابریکې ۲ زره ۳۵۶ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د یادو فابریکو تولید شوي درمل د کیفیت له پلوه خورا ښه دي، او له ۱۰ تر ۱۵ سلنې پورې د هېواد اړتیا پوره کوي.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همدا راز ویلي د درملو سکټور د ملاتړ په موخه بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته شوې، چې له ډلې یې د درملو تولیدي فابریکو ته د اړتیا وړ برېښنا برابرېدل او د استفادې پر وخت په کور دننه تولید‌شویو درملو ته لومړیتوب ورکول دي.

خو بل لورته بیا عام خلک له بې کیفیته درملو شکایت کوي.

دوی وایي له بهره را واردېدونکو درملو کیفیت په بې ساري ډول ټیټ شوی او زیاتوي په ځینو مواردو کې تش په نوم ګولۍ( ګچ) په خلکو خوړل شوي دي.

عام خلک وایي د تېرو حکومتونو په څېر طالبان هم د بې کیفیته درملو په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د نظر خاوندان بیا د دې چارې د نه مخنیوي لامل فساد یادوي، چې د دوی په وینا اوس هم ځینې طالبان په دې فساد کې ښکیل دي او له درمل واردوونکو شرکتونو سره د بې کیفیته درملو په راوړلو کې مرسته کوي.

د نظر خاوندان وایي که طالبان د بې کیفیته درملو مخنیوی غواړي، نو په کور دننه دې د درملو تولید زیات او له بهره راوړونکو درمل شرکتونو سره دې حساب او د دوی کلکه څارنه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...