تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) په تاجکستان کې پولیسو د افغان کډوالو نیولو او ایستلو ته زور ورکړی؛ ګڼې کورنۍ له خپلو بچیانو جلا شوې دي.
یو شمېر افغانان چې دا مهال په تاجکستان کې مېشت دي یا له دغه هېواده ایستل شوي، وايي چې تاجک چارواکو په ځانګړي ډول په وروستیو دوو اوونیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ تېزه کړې ده.
د دغو افغانانو په وینا، تاجک پولیسو لسګونه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، له ښوونځیو، بازارونو یا خپلو کورونو نیولی او بیا په زوره افغانستان ته استولي دي.
د دغو افغانانو په وینا، سره له دې چې ډېری یې د استوګنې او کډوالۍ قانوني اسناد لري، خو بیا هم “په بېرحمانه ډول” ایستل کېږي، او ځینې حتي دا هم وايي چې د خپلو کورنیو له غړو جلا کړل شوي دي.
دوی زیاتوي، نن دوشنبه له تاجکستانه د وتلو وروستی ضربالاجل ورته ټاکل شوی، خو نه دي پوه چې وروسته به له دوی سره څه ډول چلند کېږي.
د تاجکستان دولت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په رسمي توګه تأیید کړې ده. د دغه هېواد دولتي خبري آژانس «خاور» د جولای په ۱۹مه د سرحدي ځواکونو د مطبوعاتي مرکز د اعلامیې پر اساس ویلي، په وروستیو کې تاجکستان ته د بهرنیو اتباعو تګ زیات شوی، چې ځینو یې “په غیر قانوني ډول” هېواد ته ورغلي او د استوګنې د قوانینو سرغړونه یې کړې ده.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې دا کډوال د افراطي ډلو د افکارو د خپرولو، د جعلي اسنادو د برابرولو، د کډوالۍ له سیسټمه د ناوړه استفادې، او د مخدره موادو د قاچاق لپاره له تاجکستانه د ترانزیټي لارې په توګه کار اخلي.
خو افغان کډوال دا تورونه ردوي، وایي ډېری له قانوني لارو تاجکستان ته تللي، او دا ادعاوې بېاساسه بولي. دوی وايي تاجکستان ته په “غیر قانوني” ډول ننوتل، په موجوده شرایطو کې ناشوني دي.