پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبان ۷۰۰ افغان کارګر کار لپاره قطر ته لېږدوي

طالبان ۷۰۰ افغان کارګر کار لپاره قطر ته لېږدوي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۰مه』 د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د قطر د ګډ دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرانو د لېږد لپاره لومړنۍ هوکړه وشوه.

په دې هوکړې سره به په لومړي پړاو کې ۷۰۰ افغان کارګر قطر ته ولېږدول شي.

د طالبانو یاد وزارت زیاته کړې چې، له دا ډول هوکړو یې موخه په قانوني، خوندي او باعزته توګه له هېواده بهر ته د افغان کارګرانو استول او په راتلونکې کې د هغوی له حقونو ملاتړ دی.

دا هوکړه داسې مهال لاسلیک کېږي چې ورځ نه بلې ته په افغانستان کې د بېکارۍ کچه په لوړېدو ده.

افغان ځوانان وایي د تعلیم په شتون کې بېکارۍ نور له ژونده ستړي کړي او له طالبانو غوښتنه کوي، چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

کارپوهان بیا په کور دننه پر پانګونې ټینګار کوي او وایي، دا ډول هوکړې د شته بې روزګاره افغان ځوانانو در نشي دوا کولی.

دوی په دې باور دي که په کور دننه پانګونې ته زمینه برابره شي او په یوه او بله بهانه له پانګوالو پیسې ونه شکول شي نو حتمي ده چې د بې کارۍ کچه به کنټرول او ځوانان به په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...