استاد اسدالله غضنفر “د یو تېر اور اېرې” په سریزه کې لیکي: “موږ طبعاً نه د نوح نبي په اندازه عمر کولای شو چې د پېړیو فرصت ولرو او نه د زلیخا بي بي غوندې له سره ځوانېږو چې په کچ کړې لاره یو ځل بیا ورشو؛ خو تېر عمر ته د ستنېدو ارزومن یو او دا هم غواړو چې د سلګونه او زرګونه کلونو تجربې په خپل لنډ عمر کې ولرو. دا غوښتنې او ارزوګانې چې په واقعي ژوند کې نه پوره کېږي، په خیال کې پوره کوو او د دا رنګه خیالونو ډېرې اغېزناکې او منسجمې بڼې په کیسو او ناولونو کې مومو…”
د کیسو او ناولونو سربېره که غواړو چې په لنډ وخت کې اوږدې تجربې حاصلې کړو، د یو بل چا په ژوند کې ورشریک شو او په کمه موده کې ډېر څه زده کړو، نو د سترو او بریالیو کسانو ژوندلیکونه لوستل ډېره مرسته راسره کولای شي.
جبران خلیل جبران هم د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې له ژونده یې خوند او پند دواړه اخېستل کېږي. جبران په یوه بېوزله او غربت ځپلې کورنۍ کې وزېږېد، پلار یې نشه اي و، د خپلو اولادونو او میرمنې په کیسه کې نه و، تل به غوصه و او خپله غوصه به یې په اولادونو او میرمنې سړوله. جبران چې لږ غټ شو مور یې غوښتل چې درس ولولي، خو پلار یې له ځان سره ملګری کړ او د مالیې په راټولولو کې به یې له ده سره مرسته کوله.
جبران له دې حالته او د خپل پلار له خشونت ډکې رویې خورا په تنګ و. یو ځل خو د توپان په شپه بېرون وتلی و، که یې مور په وخت نه وای ورغلې، ممکن په ماشومتوب کې لا ابدي نړۍ ته ستون شوی وای.
څه موده وروسته د جبران په نشه اي پلار د غلا تور ولګېد، هغه لږ و ډېره شتمني چې یې درلوده هغه هم د حکومت له لوري ضبط شوه. جبران، میرمن او نورو اولادونو یې په غُربت کې ژوند کولای شوای، خو د شرم له دې داغ سره ژوند کول ورته خورا سخت وو. بالاخره امریکا ته مهاجر شوو، خو هلته یې داسې ژوند په نصیب شو چې د لبنان وروسته پاتې ژوند یې سل ځله شرف پرې درلود. جبران زده کړې پیل کړې، کورنۍ یې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو په خاطر یوه او بله خوا منډې وهلې. د جبران ورور او خور د ډېرې عادي ناروغۍ له امله په ځواني کې مړه شوو، موده پس یې مور هم مړه شوه. جبران له دې هر څه وروسته هم تسلیم نه شو، یوازینۍ خور به یې کور کې د خلکو جامې ګنډلې او پیسې به یې جبران ته ورکولې تر څو خپلې زده کړې پای ته ورسوي. بالاخره جبران لوړې زده کړې وکړې، نوموړی خورا ښه او ستر مصور، شاعر او لیکوال جوړ شو، شهرت، دولت او مقام یې ترلاسه کړل. د هغې بېوزلې مور او نشه اي پلار زوی د خپلې هڅې، مبارزې او کلکې ارادې په مټ نړیوال شهرت ترلاسه کړ او داسې کارونه یې وکړل چې له امله به یې نوم تلپاتې وي!
“د لبنان ویاړ جبران” اثر شاعر، لیکوال او ژباړن عصمت الله زهیر په ډېره ښکلې او ادبي ژبه پښتو ته راژباړلی دی. دا کتاب پنځه برخې لري. په لومړۍ برخه کې د جبران خلیل جبران ژوندلیک راوړل شوی دی. دا بیوګرافي په خورا ښکلې ادبي او هنري ژبه لیکل شوې ده. په پښتو کې مې تر اوسه له “پنځم دروېش” بغیر په داسې خوندوره او هنري ژبه د بل چا ژوندلیک نه و لوستی. د یاد ژوندلیک ژبه هنري او له تشبیهاتو، انځورونو او ترکیبونو مالامال ده. د جبران خلیل جبران ژوندلیک داسې پیلېږي:
“واورین توپان خپل لاسونه وپړقول او د ځمکې د شنو وښو پر کمبله واورین څادر وغوړېدی، د جَوز او توت د ونو پاڼې له یخه ورژېدې، په سپېڅلو سمڅو کې تیارو اتڼونه واچول، باد شپېلکي وهل، د لبنان د غرونو سپېڅلې درې “قادیسه” په څنډه کې پروت د “بشاری” کلی تر اوسه د تړلو دروازو تر شاه د باد نڅاه او تماشې کتو ته ویښ پاته وو… “کاملې رحمت” خپل څلور واړه اولادونه تر ځان راتاو کړي و. مشر یې “بطروس” ورپسې “جبران خلیل جبران” یې یو او بل څنګ ته پراته وو، ماشومه “ماریانه” په تاوده تلتک کې نغښتې پرته وه او “سلطانه” چې تر ټولو کشره وه؛ د مور په غېږ کې پرته وه. مور یې ډېره زغرده وپوهېده چې په کیڼ اړخ کې یې څوک موجود نسته، څلور کلن جبران اوس له خپلې بسترې غائب و…”
د کتاب په دویمه برخه کې د “ځګ او شګې” تر عنوان لاندې د جبران ځینې لنډې، خو عمیقې ادبي ټوټي راوړل شوې دي، چې د نمونې په ډول یې د ځینو راوړل دلته بې ګټې نه بولم:
ــ د انسان ارزښت د هغه شي له کبله نه دی چې ورته حاصل دی؛ د انسان ارزښت د ناحاصل کړي شي د موندلو په تلوسه کې پروت دی.
ــ زیات وختونه د چونګښو غږونه د غوایانو تر رمباړو هسک وي، لاکن چونګښې نه ځمکه للموي او نه یې موږ له څرمنو پایزار رغولای شو.
ــ جهاز ډېر ښه دی او هم یې چلوونکی ماهر دی، لاکن اندېښنه او فکر ستا په خپل وجود کې دی…
د یاد کتاب په درېیمه برخه کې د جبران مشهور ناول “د واکمن غږ” راوړل شوی دی. دا ناول جبران د هغو کاهنانو، راهبانو او مذهبي مشرانو په خلاف لیکلی دی چې د خدای په نوم د بېوزله وګړو حقونه خوري، د ژوند عیش و عشرت، خوندونه، مزې او چړچې یې ځان ته روا او نورو ته ناروا ګرځولې دي، خلکو ته نصیحتونه کوي، خو خپله یې د خبرو او عمل تر منځ د ځمکې او اسمان توپیر وي، له نورو خلکو د هغو شیانو د غوښتلو هیله څرګندوي چې د خپل نفس څخه یې هیڅکله طلبولای نه سي…
د کتاب په څلورمه برخه کې د جبران خلیل شپږ مشهورې کیسې (توپان، شیطان، غلامي، مینه تلپاتې ده، مور او لور، جرم) راغلې دي. دا کیسې ټولې جالبې او عالي دي، خو زما لپاره د “توپان” او “شیطان” کیسې ډېرې عالي وې!
د کتاب په وروستۍ یا پنځمه برخه کې “د جبران تخلیقات” تر عنوان لاندې د جبران ځینې لنډې لیکنې راغلې دي.
“د لبنان ویاړ جبران” کتاب په خورا ښکلې او ادبي ژبه لیکل شوی دی. لوستل یې ستړیا نه، بلکې خوند لري. د جبران په اړه ویل کېږي چې نوموړی د ډېر ښکلي او شاعرانه سبک څښتن و، یاد اثر هم په همداسې سبک لیکل شوی دی، یعنې په “د لبنان ویاړ جبران” کتاب کې پر جبران باندې د جبران په ژبه خبرې شوې دي. هغه کسان چې د ښو کتابونو د لوستلو ارزو لري، “د لبنان ویاړ جبران” کتاب دې نه هېروي.!