Homeخبرونهد چاه بهار بندر په اړه د څلورو هیوادونو د کاري ‌ډلې...

د چاه بهار بندر په اړه د څلورو هیوادونو د کاري ‌ډلې غونډه

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۰ مه) د ایران، هند، افغانستان او ازبکستان د درېیمې ګډې کاري ډلې په غونډه کې د سوداګریزو معاملو اسانتیاوې او د سوداګري مالونو د لېږد او ترانسپورت اړوند موضوعات وڅېړل شول.

د ایران د بندرونو او سمندري چارو سازمان په وینا، دا غونډه په هند کې د ممبۍ په ښار کې ترسره شوه، چې په هغې کې د چابهار بندر د بندري او اقتصادي چارو مرستیال حسین شهدادي ګډون درلود.

ګډونوالو د ترانسپورتي ظرفیتونو، زیربناوو، او د دې برخې اړوند خنډونو په اړه خبرې وکړې.

د غونډې له اجنډا سره سم، د سوداګریزو معاملو د اسانتیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه وشول. په دې سربېره، د چابهار له لارې د توکو د ترانسپورت او ترانزیټ موضوعات هم وڅېړل شول.

په دې غونډه کې د هند د بندرونو، کښتۍ چلونې او اوبو وزارت چارواکو، د ازبکستان، افغانستان، او ایران سفیرانو، او هندي ډیپلوماټانو ګډون کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...