چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د ایران د سفارت نوي سرپرست په کار پیل...

په کابل کې د ایران د سفارت نوي سرپرست په کار پیل وکړ

تاند (شنبه، د لیندۍ ۱۰ مه) په کابل کې د ایران د سفارت نوي سرپرست علیرضا بیکدلي خپله دنده پیل کړه.

بیکدلي د خپلې دیپلوماتیکې دندې د پیل لپاره نن (شنبې) کابل ته ورسید.

ایراني استازي ته د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هرکلی ووایه.

بیکدلي مخکې د قونسلي چارو لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، او په اذربایجان، ترکیه او قبرس کې د ایران سفیر پاتې شوی دی.

د نوومبر په ۲۴مه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیکدلي د کابل لپاره د ایران د مأموریت د مشر په توګه وټاکه.

د افغانستان په اړه د ایران د پالیسۍ د بدلون په تړاو د راپورونو په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د نوومبر په ۲۶مه وویل چې د ایران د استازو او دیپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو بدلونونه معمول پروسه ده او د ایران د پالیسۍ له بدلون سره تړاو نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب