Homeخبرونهپه ایران کې د لوبو د یوه میدان مخته د افغانانو ترمنځ...

په ایران کې د لوبو د یوه میدان مخته د افغانانو ترمنځ په شخړه کې یو تن وژل شوی

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۱ مه) ایران رسنیو د شنبې په ورځ د خپل هیواد د چارواکو له خولې راپور ورکړ چې د تهران په یوه ولسوالي کې د افغان مهاجرو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو افغان وژل شوی دی.

د پردیس ولسوالۍ د امنیتي پولیسو قوماندان، مراد صارمي، د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۰مه) خبریالانو ته وویل چې دا شخړه د دې ولسوالۍ د فوټسال د یوه لوبغالي مخې ته وشوه، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او څو نور نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «په دې شخړه کې قاتل چې سخت ټپي شوی و، د امبولانس په وسیله او د پولیسو تر څارنې لاندې روغتون ته انتقال شو. همداراز د شخړې دوه نور عاملان د قضايي همغږۍ په ترڅ کې د پولیسو لخوا نیول شوي او د امنیتي ځواکونو مقر ته لیږدول شوي دي.»

د پردیس ولسوالۍ د پولیسو قوماندان ټینګار وکړ چې نیول شوي کسان د قضايي مراحلو د بشپړیدو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

ایراني رسنیو د شخړې د علت په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...