تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۱ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو اداره (NSIA) وايي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۵۰ میلیون ډالره کم شوي دي.
د دې ادارې راپور ښيي چې په دې موده کې د افغانستان ټول صادرات شاوخوا ۶۷۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. د هیواد اصلي صادرات وچه مېوه، طبي بوټي، او مینرالونه دي، چې د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي اقلام دي.
په همدې حال کې، د وارداتو کچه په تیرو شپږو میاشتو کې ۵.۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې د د هر بل وخت په شان په وارداتو او صادراتو کې د پام وړ ناانډولي ښيي.
خو دا ناانډولي له دې کبیله د پام وړ ده چې د افغانستان صادرات کم شوي دي او عمده علت یې د پاکستان له لوري د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونه دي.
په یاده موده کې پاکستان په ځلونو د افغانستان د میوو او سبزیجاتو د صادراتو په اوج کې خپلې لارې بندې کړي او نه یوازې خپلې خاورې ته بلکې هند او نورو هیوادونو ته یې هم د افغانستان د صادراتو لار ډب کړې ده.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ادارې په وینا، زیاتره واردات د تودوخې او سونګ مواد او ماشینونه دي.