پوهندوی آصف بهاند
(د علامه رشاد شلمتلین)
«زه په مسؤلیت او ټینگار سره ویلای شم چې:
ــ رشاد د علم او عمل سړی و،
ــ د کار سړی و،
ــ د نوي نسل روزلو ته یو متعهد شخص و،
ــ ما له ده سره د خپل شناخت په موده کې چې کومه نتیجه تر لاسه کړې ده، په لنډ ډول په یوه جمله کې یې ویلای شم چې: رشاد په خپله یو مآخذ و،
ــ دی یو ریښتینی ښونکی او لارښود و.»
(آصف بهاند)
علامه رشاد د یوپوهاند ، تاريخپوه ، لیکوال، ژبپوه، سیاستپوه، ټولنپوه، څېـړونکي، شاعر او ښونکي په توگه د افغانستان په فرهنگي کړیو کې ځانته داسې دریځ او ځای لري چې په یادو برخو کې یې د حساب وړ داسې کارنامې او اثار پرېـیښي دي چې د نویو نسلونو د د روزلو له پاره ډېر اړین او گټور گڼل کېـږي.
د علامه بابا لومړنی استاد د ده فاضل پلار عبدالغفورخان یاد شوی دی چې د خپل وخت د مروجه علومو لوی او منلی عالم و.
علامه رشاد د ځانگړي استعداد له برکته په ١٩٣٣ م كال كې په لومړي درجه ښوونځی پای ته ورساوه، په ډېر لږ عمر (دیارلس کلن) کې یې د ښونکي په توگه کار پیل کړ، هندوستان ته په تگ سره یې د خپلو زدکړو لمن پراخه کړه، هلته یې ډېرې مهمې څېـړنې هم پیل کړې او د ځینو مهمو ژبو زدکړې ته یې مخه کړه، په ١٩٥٧ م كال کې یې د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځی کې د استاد په توگه تدریس پیل کړ، په ١٩٦١ م كال کې د روسیې په سانکت پترزبورگ ښار کې د پښتو ژبې د استاد په توگه تدریس پیل کړ، د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې د یو منلي مدرس په توگه د وطن د اولاد د روزلو ترڅنگ گڼشمېر اثار هم ولیکل، د پوهاندۍ علمي رتبه یې ترلاسه کړه او وروسته له هغه نه یې د گڼشمې هغو استادان لارښود و چې پوهاندۍ ته کاندید وو.
ما ته په کابل پوهنتون کې د خپلو زدکړو په دوره کې د علامه بابا د شاگردۍ ویاړ راپه برخه شوی و او تر هغو پورې د ده د پوهې او علمي فضیلت نه برخهمن وم، څو مې چې د مجبوریت له مخې کابل پرېښود.
ما د علامه رشاد په باب ځینې مقالې لیکلې او خپرې کړې دي چې سرلیکونه یې په لاندې ډول دي:
ــ «توره…» د استاد بېـنوا لیک او د علامه رشاد څو جملې،
ــ له دیداره، تر مزاره،
ــ «د مناظرې په باب څوخبرې» د یوې منظومې مناظرې له پاره د علامه رشاد یوه لنډه عالمانه سریزه،
ــ د علامه عبدالشکور رشاد سلمې بختورې کلیزې ته د آصف بهاند پیام.
د رشاد صاحب د شلم تلن د درناوي په پار، له خپلو پورته یادو مقالو نه ځینې لنډې برخې رااخلم:
«زما له نظره د استاد بېنوا دا لیک او د علامه بابا څو جملې د یو ستر سیاسي ـ تاریخي طنز حیثیت لري او له بده شامته چې دا ژړونکی او خندونکی طنز دا ډېره موده زموږ د وطن پر سیاسي ستېـژ باندې، زموږ د هېوادوالو د غوښو او وینو په بیه ښودلو ته وړاندې کېـږي.»
«زه په مسؤلیت او ټینگار سره ویلای شم چې:
ــ رشاد د علم او عمل سړی و،
ــ د کار سړی و،
ــ د نوي نسل روزلو ته یو متعهد شخص و،
ــ ما له ده سره د خپل شناخت په موده کې چې کومه نتیجه تر لاسه کړې ده، په لنډ ډول په یوه جمله کې یې ویلای شم چې: رشاد په خپله یو مآخذ و،
ــ دی یو ریښتینی ښونکی او لارښود و.»
«زه رشاد او رشاد پوهنه د افغانستان د فرهنگ په ډگر کې یوه ډیوه گڼم. له علامه رشاد سره د معرفي کیدو له پیل نه بیا تر نن پورې ما په عیني او عملي توگه لیدلي او حس کړي دي چې دې ډیوې زموږ د فرهنگ ډیرې تیارې را رڼا کړیدي…
زه یو له هغو کسانو نه یم چې علامه بابا او د ده آثارو او افکارو زما په علمي پرورش کې لوی رول لوبولی دی. زه ویاړم چې د استاد رشاد له علمي درمند نه مې څو دانې را ټولې کړې دي، څو پاڼې مې لوستې دي، چې د هغو له برکته نن ستاسو په حضور کې ولاړ یم او د یو څه ویلو او لیکلو جوگه یم.
ما رشاد صاحب د لومړي ځل له پاره د ۱۳۵۵ ل کال په لومړیو کې، د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې ولید. دا زما د لیسانس زدکړو دوره وه ا و علامه بابا په مخامخ ډول موږ ته تدریس کاوه.
زه د یو شوخ او نه مننونکي زدکونکي په توگه داسې یو چا ته په ټولگي کې ناست وم چې هغه د علم او پوهې غر او د پرنسیپ او دسیپلین یو پیاوړی استازی و. په لومړۍ ورځ او لومړي لکچر کې چې ده مبارک خبرې پیل کړې، داسې مې و انگیرله چې زما د شوخۍ او شیطانۍ پر اور باندې یخې اوبه تویـږي. قلم مې په چلیدو شو ځینې مهم جملات مې ژر، ژر یاد داشت کړل او په پای کې مې د لوستلو له پاره اړین ماخذونه هم په خپله کتابچه کې ولیکل.
له علامه بابا سره زما تر ټولو ښې خاطرې په ټولگي یا هم په کومه علمي غونډه ګې د ده لکچرونو او خبرو ته غوږ نیول او تر ټولوخواشینونکې خاطره هغه وه چې رشاد صاحب د ډاکتر داود جمال په لاس ماسکو ته د خپل صحت احوال را ولیـږه او ور سره یې له ما نه دا هیله کړې وه چې له کابل نه له وتلو وروسته په نورو ځایونو کې پر ما څه تیر شوي د هغه احوال ور ته ولیکم، خو ما دا کار و نه شو کړای، په نن سبا کې را نه پاتې شو او دا نه لیکل اوس هم ما زوروي. سره له دې چې زما سفر نامه (لارورکي لارویان) ده ته یو مفصل لیک دی، خو څه وکړم چې اوس ډیره نا وخته ده او د استاد رشاد په پته زما دا لیک داسې وخت ولیکل شو چې ده کډه کړې وه.»
او په پای کې:
د رشاد صاحب شخصیت، افکارو او اثارو دا ثابته کړې ده چې:
ــ رشاد یو پوهنتون دی،
ــ رشاد یوه علمي اکادیمي ده،
ــ رشاد مړ نه دی، دی د خپلو آثارو او افکارو له لارې په هر کور او هر زړه کې حضور لري.
(آصف بهاند)