تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ عقرب ۱۱ مه) تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو په اسیايي جام سیالیو کې نن سریلانکا د افغانستان لوبډلې ته په ۱۳۱ منډو ماته ورکړه.
د دې سیالۍ پچه سریلانکا ګټلې وه او لومړی یې غوره وبلله چې توپ وهنه یا بیټنګ وکړي.
د سریلانکا لوبډلې د ۷ لوبغاړو له سوځېدو او د ټاکل شویو ۵۰ اورونو په پای کې ۲۴۳ منډې وکړې.
د سریلانکا لپاره شاروجان شاموګاناتن سلیزه وکړه.
د افغانستان په باولرانو یا توپ اچونکو کې بیا تر ټولو ښه لوبه الله محمد غضنفر وکړه. ده په لسو اورونو کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.
خو افغان لوبغاړو د سریلانکا له لوري د ۲۴۴ منډو هدف پوره نه کړای شو او په داسي حال کې چې ۱۱۲ منډې یې کړي وې، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د نولس کلنو اسیايي جام: سریلانکا افغانستان ته ۲۴۴ منډې هدف وټاکه
تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو په اسیايي جام سیالیو کې نن سریلانکا د افغانستان لوبډلې ته ۲۴۴ منډې هدف وټاکه.
د دې سیالۍ پچه سریلانکا ګټلې وه او لومړی یې غوره وبلله چې توپ وهنه یا بیټنګ وکړي.
د سریلانکا لوبغاړو د ۷ لوبغاړو له سوځېدو او د ټاکل شویو ۵۰ اورونو په پای کې ۲۴۳ منډې وکړې.
د سریلانکا لپاره شاروجان شاموګاناتن سلیزه وکړه.
د افغانستان په باولرانو یا توپ اچونکو کې بیا تر ټولو ښه لوبه الله محمد غضنفر وکړه. ده په لسو اورونو کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرو اسیايي جام، افغانستان له سریلانکا سره مخامخ دی
ټاکل شوې ده چې د کرکټ تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو د اسیايي جام سیالیو په دوام کې نن د افغانستان تر نولس کلونو کشره لوبډله د سریلانکا په وړاندې میدان ته ووځي.
د افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې د روان اسیايي جام لومړۍ سیالي پر بنګله دېش وبایلله. خو د سریلانکا تر نولس کلونو کشرې لوبډلې لومړۍ مسابقه له نیپال څخه په ۵۵ منډو ګټلې ده.
د افغانستان او سریلانکا تر سیالۍ مخکې به د بنګله دېش او نیپال لوبډلې مخامخ شي.
افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا او نیپال د اسیا جام د نولس کلونو جام په بي ګروپ کې سره یوځای دي.
پرون په اې ګروپ کې، چې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او جاپان یوځای دي، پاکستان هند ته ماته ورکړه.