یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Home+د نړۍ تر ټولو اوږد ټرم په کار پیل وکړ

د نړۍ تر ټولو اوږد ټرم په کار پیل وکړ

تاند- د جرمني په جنوب لوېدیځ کې د نړۍ تر ټولو اوږد ټرم په هغه کرښه کې فعالیت پیل کړ چې درې ښارونه سره نښلوي.

دا ستر ټرم چې د مانهایم، لودویګسهافن، او هایډلبرګ په شمول د راین-نکار ښاري سیمې له یو بل سره نښلوي، ۵۸.۶۱ متره اوږدوالی لري او دا نړیوال ریکارډ ګڼل کېږي.

دا ټرم کولی شي ۳۶۸ مسافر وړلی او په ساعت کې یې سرعت ۸۰ کیلومتره دی. همدارنګه، دا ځانګړتیا لري چې که تخنیکي ستونزې ورته پېښې شي، اوږدوالی کمېدلی شي، یعني ځینې برخې یې ورڅخه خلاصېدای شي.

دا ټرم په چک جمهوریت کې د شکوډا صنعتي ګروپ جوړ کړی او د سپتمبر په میاشت کې د راین-نکار سیمې ښاري او اطرافي اورګاډي شبکې ته سپارل شوی و.

تاریخي شالید:

د راین-نکار اس-بان شبکه له اوږدو ټرمونو سره بلده ده. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې، دې شبکه د داسې ټرم کارول پیل کړل چې ۳۸.۵۵ متره اوږد و او د خپل وخت تر ټولو اوږد ټرم ګڼل کېده.

تر دې وړاندې نړیوال ریکارډ د بوداپست په هغه ټرم پورې اړوند و چې ۹ واګونه یې درلودل او اوږدوالی یې ۵۵.۹ متره و. دا ټرم له ۲۰۱۶ کال راهیسې په دې ښار کې کار کوي.

د نړۍ تر ټولو اوږد مسافر وړونکی ریلګاډی:

دا ټرم په اوږدوالي کې د نړۍ له تر ټولو اوږد مسافر وړونکي اورګاډي سره پرتله کېدای نه شي. په ۲۰۲۲ کال کې، د سویس د ریلګاډو یوې کمپنۍ د ۱۹۱۰ متره اوږد مسافر وړونکي اریلګاډي نړیوال ریکارډ جوړ کړ. دا اورګاډی ۱۰۰ واګونه او ۴۵۵۰ سیټونه لري، خو سرعت یې په ساعت کې یوازې ۳۰-۳۵ کیلومتره دی.

د دغه ریلګاډي ټوله ۲۵ کیلومتره سفر د آلپ په البولا پیچلي مسیر کې چې د یونسکو نړیوال میراث په توګه ثبت شوی دی، شاوخوا ۴۶ دقیقې وخت نیسي. دا ریلګاډی د بې ساري اوږدوالي له امله په ګینس نړیوال ریکارډ کې شامل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب