د کتاب پاڼې یوازې د قلم په رنګ تورولې نه دي پکار باید د ژوند، هنر، سیاست، اقتصاد، تاریخ، فرهنګ، جغرافیې، ټولنې، ټکنالوژۍ او داسې نورو مسایلو په اړه چې تورې شي حد اقل د ټولنې یوې برخې ته خو به د څه په اړه پیغام یا معلومات ولري.
د هر لیکوال، فیلسوف، څېړونکي او لوی فکر انسانانو ژوند د کتاب له پاڼو سره تړلی او خپله هم د نویو معلوماتو په اړه نور وګړي د بېلابېلو لارو خبروي، هغه که د فېسبوک، وېبپاڼو او داسې نورو ټولنیزو رسنیو او یا هم د کتاب له لارې خپله پوهه او پیغام له خلکو سره شریکوي.
دا معلومات که هر سړی لولي؛ خو د ټولو په ذوق به نه وي برابر بلکې هر هغه څوک به یې په خوند لولي، چې د مسلک اړوند یې وي او یا یې ذوق خړبوي. ځینې کتابونه دي، چې د هر انسان او هر مسلک خاوند یې لولي او خپل ذوق پرې خړبوي، په هغه کې داستاني ادبیات، تاریخ، ارواپوهنه، ټولنپوهنه دي، چې هر کس یې د خپل مسلک ترڅنګ مطالعه کوي او بیا چې کله له داسې یو کتاب سره مخ شي، چې نه یې ذوق پرې خړوب شي او نه ځان ته قناعت ورکړای شي، ځیني وخت د دې ډول کتابونو څخه سړی په تنګ او لاره ترې جدا کوي. بله مهمه خبره د کتاب انتخاب دی باید ډېر دقت پکې وشي.
یو لوستونکی د کتاب په انتخاب کې کومو اړخونو ته باید پاملرنه وکړي. د کتاب نوم او محتوا، لیکوال او ژباړن، د کتاب فهرست او موضوعاتو ته په کتو انتخاب شي.
دا د مطالعې لپاره عمومي لاره کېدای شي؛ خو په مسلکي مطالعه کې بیا ځینې نورو مواردو ته کتل پکار دي، چې ستا په مسلک کې له کومو مضامینو او کومو موضوعاتو سره لګېږي او په راتلونکي کې غواړې، چې په هغه برخه کې لیکل او څېړنې وکړې دا په نظر کې نیول پکار دي.
بله لار د کتاب د انتخاب لپاره د ښو لیکوالو، ښه مطالعه کوونکو له تجربو څخه چې څنګه او کوم کتابونه مطالعه کوي او تل د نویو معلوماتو په لټه کې وي.
د داسې کسانو له تجربو دې ګټه واخیستل شي. په دې تجربو کې سړی د ځان، ټولنې او په ټوله کې د ژوند درسونه موندلی شي.
د لویو انسانانو تجربې د ژوند له مختلفو پړاوونو تېر شوی حالت وي، چې په دې کې د کتابونو، د لویو انسانانو سره د ناستې ولاړې تجربې، د سفرونو تجربې په کاري چاپېریال کې د زده کړې او خلکو سره د مخ کېدو تجربې او په ټولنیز ژوند کې له کورنۍ او ټولنې له وګړو سره د برخوردونو تجربې او په ټوله کې د ژوند د ټولو اړخونو تجربې چې یو انسان یې په ذهني چاپېریال کې پوخ کړی وي.
دا ټول له داسې انسانانو سره مله وي. کله چې له داسې انسانانو سره سړی مخ شي د څو کتابونه پاڼې پکې مطالعه کولای شي. دا ځکه چې دا د یو انسان د ژوند د بېلابېلو پړاوونو د تجربو ټولګه وي، چې سړی یې په کمه موده کې د ده د علمي او تجربوي پوهې څخه ګټه اخیستی شي. همدا د ژوند د کتاب د پاڼو د رنګولو معقوله او تجربوي لاره ده، چې بیا هر انسان په دې پاڼو کې ځان ویني.
دا بیا د یو لیکوال په ځیرکتوب هم دلالت کوي، چې څنګه دغو اشخاصو په خپل قلم او هنر د خپل ژوند د کتاب پاڼې رنګینې کړې دي. ځینې کسان د یو عادي کس د ژوند داستان په خپلو الفاظو کې را واخلي او په ځینو ځایونه کې د هغه تجربو سره د خپل قضاوت مزي وتړي، چې دا کس مخکې داسې و، اوس داسې دی، چې دا د لیکوال کار نه دی بلکې دا د لوستونکي کار دی، چې څنګه د دې په اړه قضاوت کوي.
د کتاب له لوستلو وروسته دا د لوستونکي کار دی، چې دا اثر څنګه ارزوي. خپلې د ذوق خبرې د اثر د کمزورۍ لامل کېږي. لوستونکی له ټکني حالت سره مخ کوي، چې د کتاب پاڼې څنګه داسې په کمزرو الفاظو او بې ځایه قضاوتونو تورې شوې دي.
دا کار د اثر د کمزورۍ لامل ګرځي. موږ باید له موضوعاتو او په خاصه توګه په کتابونو کې دا احتیاط وکړو. له موضوعاتو سره باید علمي چلن وکړو نه ذوقي، د خواخوږۍ او عاطفې له مخې چلن اثر کمزوري کوي.