تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۱ مه) وروسته له هغه چې له مخدرو موادو او جرمونو سره د ملګروملتو دفتر په افغانستان کې د تېر کال پرتله د تریاکو په تولید کې د تېر کال پرتله ۱۹ سلنه ډېر شوی دی، طالبانو په بدخشان ولایت کې ۳۱ کسان د کوکنارو د کرلو په تور نیولي دي.
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په راپور کې هم ویل شوي وو چې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید د دغو موادو په دودیزو سیمو لکه هلمند کې کم شوی خو د بدخشان په څېر په نویو سیمو کې ډېر شوی دی.
د دې ادارې پر اساس، د ۲۰۲۳ کال پرتله په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو کښت ۳۸۱ سلنه زیات شوی دی.
د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې په بدخشان ولایت کې له مخدروموادو سره د مبارزې د پولیسو یوه چارواکي وویل چې نیول شوي کسان د بدخشان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکی دي.
راپور زیاتوي چې تورن کسان د پوښتنو/ ګروېږنو لپاره سیمه ییزې محکمې ته سپارل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، تېر کال په افغانستان کې پر ۱۰،۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو دا شمېره سږ کال ۱۲،۸۰۰ هکتارو ته لوړه شوې ده. راپور، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، څرګندوي چې په شمال ختیځو سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی او د تریاکو د هر کیلو بیه ۷۳۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو دفتر ټینګار کړی چې باید د افغان بزګرانو ملاتړ وشي او اقتصادي فرصتونه ورته برابر کړل شي څو له غیرقانوني بازارونو څخه ځان خلاص کړي.
د دې دفتر اجرايي مدیرې، غاده والي، وویل: “که څه هم د کوکنارو کښت په افغانستان کې کم پاتې دی، موږ مسوولیت لرو چې افغان بزګرانو ته د دوامدار عاید سرچینې برابرې کړو.”
هغې زیاته کړه چې د افغانستان خلک له جدي مالي او بشري ستونزو سره مخامخ دي او بدیل عایداتو ته اړتیا لري.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په ۲۰۲۲ کال کې په یوه فرمان کې په افغانستان کې د کوکنارو کرل، د تریاکو قاچاق او خرڅلاو بند کړل چې له دې سره د مخدروموادو په تولید کې د پام وړ کموالی راغی، خو د ملګروملتونو د یوه وروستي راپور له مخې د دې هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو په کرکېله کې یوځل بیا څه ناڅه زیاتوالی راغلی دی.