Homeخبرونهاسلام اباد کې د طالبانوسفارت؛ پاکستان دې د افغان کډوالو ځورونې ته...

اسلام اباد کې د طالبانوسفارت؛ پاکستان دې د افغان کډوالو ځورونې ته پلمې نه ګوري

تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۱مه) د پاکستان په وروستیو لاریونونو کې د پاکستاني چارواکو له لوري د افغانانو د نوم اخیستو په غبرګون کې د طالبانو حکومت ویلي، افغان مهاجر له دې امله اندېښنو سره مخ دي،چې ښایي پاکستاني پولیس یې یوځل بیا په دې پلمه په ناحقه وځوروي.

اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت وایي افغان کډوال د پاکستان په سیاسي فعالیتونو کې ښکیل نه دي او د دغه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې یې تل سوله ییزه ونډه اخیستې.

د سفارت په خبر پاڼه کې له پاکستاني لوري غوښتل شوي، چې له داسې خبرو دې ډډه وکړي چې د افغانانو د ځورونې او جبري بې ځایه کېدو لامل ګرځي.

خبرپاڼې زیاته کړې، دغه ستونزه به د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري نوره هم زیاته کړي.

د یادونې ده، چې پاکستان او ایران کې په بېلابېلو پلمو افغان کډوالو د یادو هېوادونو د پولیسو له لوري له ځورونې سره مخ کېږي، چې پایله کې یا زنداني یا په جبر کډوالۍ ته مجبورېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...