تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۱مه) د امریکا نوی منتخب ولسمشر ټرمپ د برېکس غړو هېوادونو ته ګواښ کړی که د ډالرو د بې ارزښته کولو لپاره د بریکس اسعارو د رامنځته کولو هڅه وکړي؛ نو پر وارداتي توکو به یې ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګول شي.
ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی، چې که د بریکس هېوادونه د ډالرو د کمزوري کولو لپاره د بریکس اسعارو د جوړولو هڅه وکړي؛ نو پر وارداتي توکو به یې ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.
هغه په یوه پیغام کې لیکلي: ” هغه نظریه، چې د بریکس هېوادونه هڅه کوي ډالر له پرشاوتمبوي او مونږ یې ننداره وکړو؛ پای ته رسېدلې ده.”
ټرمپ زیاته کړې یاد هېوادونه داسې ژمنې ته اړتیا لري، چې دوی به نه د بریکس نوی اسعار رامنځته کوي او نه به د نورو هغو پیسو ملاتړ کوي، چې د ډالر ځای ونیسي.
برازیل، روسیه، هند، جنوبي افریقا، ایران، مصر، اتیوپي او متحده عربي امارات د برېکس سازمان غړي هېوادونه دي، چې څه موده وړاندې یې روسیه کې د برېکس سازمان غونډه کې د ډالر د بدیل پرځای د برېکس بانک نوټ نمونه وړاندې کړه.
ترمپ خوشې لډو دی چې دیوې بی فرهنګه کورنۍ څخه راځي او پيسې یې په لنډغري پيداکړې دي!په ازاده نړۍ کې رقابت که په هر برخه کې وي یو ازاد منل شوی کلتور دی ! دی خوشې غول خوري ! ترمپ جنایې دوسیې هم لري ؟؟