پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهیوناما د دوحې پروسې د کاري ډلې لومړۍ غونډه جوړه کړه

یوناما د دوحې پروسې د کاري ډلې لومړۍ غونډه جوړه کړه

تاند (پنجشنبه، د قوس/ لیندۍ ۸ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) نن (پنجشنبه) له مخدره موادو سره د مبارزې د کاري ډلې لومړنۍ ناسته دایره کړه.

دا غونډه د دوحې له درېیم کنفرانس وروسته د اقداماتو یوه برخه ده.

دې ادارې ویلي، دا ګام د افغانستان د خلکو لپاره په مهمو موضوعاتو کې د طالبانو له چارواکو سره د «اغېزمنې همکارۍ» د هڅو یوه برخه ده.

یوناما په یوه بیان کې ویلي چې د دې کاري ډلې جوړېدا د ۲۰۲۳ کال د خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو پایله ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوي وو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزوا اتونبایوا له دې آنلاین ناستې وروسته وویل: «د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه د افغانستان لپاره یوه حیاتي موضوع ده، چې په کلیوالي ټولنو او سیمه‌ییزې سولې او ثبات اغېزه کوي.»

یوناما د دې غونډې د ګډونوالو په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي.

دا انلاین غونډه د جون په میاشت کې په قطر کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو له درېیم کنفرانس وروسته ترسره شوې ده. په یاده غونډه کې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه د یوه مهم بحث په توګه یاده شوې وه.

د ملګرو ملتونو د وروستیو موندنو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله د تریاکو تولید د تېر کال په نسبت ۳۰ سلنه زیات شوی دی. سره له دې زیاتوالي، عمومي تولید لا هم دتر ۲۰۲۲ کال د مخکې د کچې په پرتله ۹۳ سلنه کم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب