Homeخبرونهجرمني د روسیې د حملې د خطر په خاطر ځینې ودانۍ پر...

جرمني د روسیې د حملې د خطر په خاطر ځینې ودانۍ پر پناهځایونو بدلوي

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۸ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ، د نومبر ۲۷ (د لیندۍ ۷)، اعلان وکړ چې دغه هېواد د عامه او خصوصي ودانیو یو لېست جوړوي چې د اړتیا صورت کې به د جګړې پر پناهځایونو بدل شي.

په دې لېست کې ځینې پارکینګونه، د میټرو تمځي، حکومتي ودانۍ، او خصوصي ملکیتونه شامل دي. همداراز، د یو موبایل اپلیکیشن جوړولو پلان هم شته چې د دې پناهځایونو ډیجیټل فهرست ولري همداراز به دخلک وهڅول شي چې خپلې تلخونې او ګاراجونه په پناهځایونو بدل کړي.

د دې پلان په اړه لومړی بیلد ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې دا یې د نړیوالو ګواښونو، په ځانګړې توګه د روسیې له خوا د زیاتېدونکو تهدیدونو پر وړاندې یو اقدام بللی و. د کورنیو چارو وزارت ویاند پرته له دې چې د امنیتي حالت خرابوالي ته اشاره وکړي، دا پروژه لویه وبلله او ویې ویل چې وخت او د ګڼو ادارو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري.

په جرمني کې د مدني خوندیتوب سازمانونو د هېواد په کچه د بمونو په وړاندې د پناهځایونو د پراختیا غوښتنه کړې ده. اوسمهال جرمني ۵۷۹ پناهځایونه لري، چې ډېری یې د دوهمې نړیوالې جګړې له وخته پاتې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پلان د جون په میاشت کې منل شوی و او د یوې ځانګړې کمېټې له خوا ارزول کېږي.

د جرمني کورنۍ دفاع

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، جرمني د داخلي دفاع برخې ته زیات پام اړولی دی. د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ، د روسیې له یرغل وروسته ژمنه وکړه چې د هېواد نظامي ځواکونه به یې په ډېره پانګونه د وسلو جوړولو پروژې پیاوړي کړي.
سره له دې، د دې هېواد د پوځ بودیجه لا هم محدوده پاتې ده.

تېره اوونۍ د سویډن حکومت په یوه کتابچه کې، چې د دوشنبې له ورځې (د نوومبر ۱۸) څخه یې خپلو ۵.۲ میلیون اتباعو ته وېش پیل کړ، هغوی هڅوي چې د دې احتمالي وضعیت لپاره ځانونه چمتو کړي.

په ورته وخت کې، د فنلنډ حکومت یوه ویبپاڼه پرانیستې چې د خپلو اتباعو لپاره ورته امنیتي سپارښتنې وړاندې کوي څو د روسیې د احتمالي برید پر مهال تیار اوسي.

سویډن او فنلنډ د روسیې د احتمالي حملې لپاره تیاري پیل کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...