پنجشنبه, نوومبر 28, 2024
Homeخبرونهپاکستانیانو په لمانځه د ولاړ کس د راغورځولو له امله د خپل...

پاکستانیانو په لمانځه د ولاړ کس د راغورځولو له امله د خپل هېواد پوځ منفور او مرتد وباله

تاند (پنجشنبه/ د قوس ۸مه)– د پاکستان پوځ په اسلام اباد کې د دغه هېواد یو وګړی چې په لمانځه بوخت و، له یوه لوړ ځای څخه په بې رحمۍ سره راغورځولی او وژلی دی.

یاد کس، چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې واضح لیدل کیږي، ۸ متره لوړ د درې سر په سر اېښودل شویو کانټینرونو دپاسه نه راغورځول کیږي، او ویل کیږي چې لږ وروسته مړ شوی دی.

پېښه په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند له خوا د رابلل شوي لاریون په ترڅ کې شوې ده.

پاکستاني وګړو د لمانځه د بې حرمتۍ او د ځوان وګړي پر ضد د بې رحمانه چلند له امله د خپل هېواد پوځ منفور او مرتد بللي دي.

یوه پاکستاني په ټوېټر لیکلي، «د عاصم منیر تر مشرۍ لاندې پوځ د پاکستانیانو پر ضد داسې چلند کوي لکه اسرائیل یې د چې د فلسطینیانو په مقابل کې کوي.»

د دعا په نامه یوې بلې په ټوېټر لیکلي، «هغوی نه مسلمانان دي او نه انسانان، هغوی یو انسان چې په لمانځه بوخت و د کانټینر له سر نه راوغورځاوه چې ځای پرځای مړ شو.»

د فاروق محمد رانا په نامه یوه پاکستاني لیکلي،‌ «یوازې شیطان دا کار کولی شي، د پاکستان د پوځ یهودانو ۵۰۰ کسان ووژل.»

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه د برتانوي تورن جنرال فرانک والټر میزیروي تر مشرۍ لاندې جوړ شوی او تر دې دمه یې د افغانستان، کشمیر، بنګله دېش، پښتونخوا او بلوچستان په شمول د سیمې د ګڼ شمېر مسلمانانو وینې بهولي دي.

د پېښې ویډیو کلېک کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب