تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۹ مه) د جرمني پخوانۍ صدراعظمې آنگلا مرکل، په خپل نوي کتاب «ازادي» کې د خپل واک په ۱۶ کلن سفر کې خپلې کیسې لیکلي دي او د نړۍ له مشرانو سره یې د خپلو ملاقاتونو جزییات څرګند کړي دي.
دا ۷۰ کلنه سیاستواله په خپل کتاب «آزادي» کې د جرمني د مشرتابه پر مهال د خپلو ټولو پرېکړو دفاع کوي او هغه په خپل وخت کې سمې ارزوي. د سوریې د کډوالو د کړکېچ په کلونو (۲۰۱۵ او ۲۰۱۶) کې د هغې له پالیسیو رانیولې، د ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د هغې تر چلند پورې.
مېرمن مرکل په دې کتاب کې کله ناکله له طنزه هم کار اخیستی چې په دې توګه کتاب د لوستونکو لپاره لا جذاب شي. دا کتاب د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۷مه، په ۳۰ ژبو ژباړل شوی او بازار ته وړاندې شو.
د پوتین سپی او د مېلمه د منتظر پرېښودو چلند
پخوانۍ صدراعظمه په دې کتاب کې څو ځله د روسیې او ولادیمیر پوتین په اړه خبرې کړي دي. هغې ویلي، پوتین به اکثر د غونډو لپاره ناوخته راتلو، څو خپل مېلمانه انتظار پرېږدي. مرکل همداراز هغه پېښه بیانوي چې په ۲۰۰۷ کال کې په سوچي کې د پوتین تور لابراډور سپی ناڅاپي خونې ته راوستل شو، چې د جرمني مشره ووېروي.
مرکل وايي: «سره له دې چې پوتین خبر و چې زه له سپیو وېرېږم، بیا یې هم دا کار وکړ، خو ما پرېکړه وکړه چې ځان پرې ناګاره واړوم او هېڅ یادونه مې یې ونه کړه.» هغې د پوتین دا کړنې «ماشومانه» بللې دي، چې د نورو د ځورولو له لارې خپل قذرت ښيي.
له ټرمپ سره سړې، خو له اوباما سره تودې اړیکې
آنګلا مرکل په خپل کتاب «آزادي» کې له باراک اوباما او ډونالډ ټرمپ سره خپلې تجربې لیکلې دي. هغې له اوباما سره خپلې اړیکې «تودې، مسلکي، او د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ» بللي دي.
دې لیکلي، په ۲۰۰۸ کال کې، د اوباما له ولسمشر کېدو وروسته، هغه ډاډ ورکړ چې د واشنګټن او برلین تر منځ به ښې اړیکې وي. همداراز، په ۲۰۱۶ کې، اوباما مشوره ورکړه چې مرکل باید د څلورم ځل لپاره په واک کې پاتې شي، ځکه اروپا لا هم هغې ته اړتیا لري.
په مقابل کې، د مرکل او ټرمپ اړیکې ډېرې متفاوتې وې. مرکل ټرمپ داسې یو شخص بللی چې هر څه د ګټې او تاوان پر بنسټ سنجوي او داسې فکر کوي لکه د املاکو کاروباري (پراپرټي ډیلر). هغې ویلي، د ټرمپ چلند ورته دا وښوده چې له هغه سره د ګډو ارزښتونو پر بنسټ کار کول ممکن نه دي، ځکه هغه یوازې خپلو ګټو ته پام کوي.
مرکل لیکي چې د ټرمپ د چلندونو په وړاندې یې، حتی له پاپ فرانسس څخه مشوره اخیستې، او هغه ورته سپارښتنه کړې وه چې انعطاف ولري خو له خپلو اصولو تېره نه شي.
له بریگزټ څخه د مرکل وجداني عذاب
مرکل په خپل کتاب کې له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو مسله هم یاده کړې ده. هغې بریگزټ د یوې ناسمې محاسبې پایله بللې ده. دې ویلي، دې پوښتنې یې، چې آیا باید بریتانیا ته نور امتیازات ورکړل شوي وای څو له اروپايي اتحادیې څخه نه وای وتلې، تل ذهن بوخت ساتلی دی.
مرکل څرګنده کړې چې هغې هڅه کړې وه د هغه وخت د بریتانیا له لومړي وزیر ډیوډ کامرون سره مرسته وکړي څو د اتحادیې مخالفو فشارونو ته ځواب ووايي. خو دا دې نتیجې ته رسېدلې وه چې بهرني کسان په دې پروسه کې اغېزمنه مداخله نه شي کولی.
له سیاست څخه د مرکل تقاعد
آنگلا مرکل په ۲۰۲۱ کال کې له ۱۶ کلن مشرتابه وروسته له واکه لاس واخیست او له هغه وخت راهیسې یې بیا سیاست ته نه ده راګرځېدلې.
ایندیرا ګاندي د شرق او آنګیلا مېرکل دَ غرب خو په ټوله کي دَ نړۍ پیاوړې رهبرانو وې چي دَ لومړۍ دَيو روح ښاد او دَ دوهمې ژوند اوږد وي.
دا شادو جانه د شرقی المان په حاکمیت کی د غرب یوه نفوذی مُهره وه چی وروسته په متحد المان کی لوړو پړاوونو ته ورسیده ( ورسوَل شوه) .
غربیان ډیر سپین سترګی خلګ دی، یو ځل ئی د سورئې د هیواد او دولت په وړاندی توطئه جوړه او تکفیری عناصر ئی مسلح او جګړی ته وهڅول خو کله چی په میلونونو د سورئی وګړی غرب خصوصاً المان ته مهاجر سوه نو همدې بیزو ( انګیلا مِرکل ) د طعنې او پیغور څخه ډکی څرګندونی تر خپلی ناپاکی خولی را وایستی.
په هره توګه، د اروپا تر ټولو هیوادونو همدا المان او پولنډ د امریکی بُت ته د ملا خوږوونکی تر حد پوری په تعظیم ولاړ دی البته د نژادپالنی افکار ئی بل تریخ او خواګرځوونکی اړخ دی.