یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د ژبپوهنې مخینه| اوږۍ امانزۍ

د ژبپوهنې مخینه| اوږۍ امانزۍ

کله چې په عنعنوي بڼه د ژبې په باره کې خبرې کوو نو د ژبې د زده کولو خبره مطرح کېږي او له دې سره بیا ژبه کې د سم او ناسم مسله رامنځته کېږي دا د ګرامر، صرف و نحو او لغت کار دی. د ژبې پخواني علوم همدا وو یو وخت داسې راغی چې ژبې ته د مطالعې د یوې موضوع په صفت وکتل شول یعنې ژبه یوازې دې له پاره نه ده چې زده شي بلکې په ژبه کې په خپله هم یو څه شته چې په هغې باندې باید فکر وشي او په خپله ژبه باید وڅېړل شي.

 ګرامر د یوې ژبې د زده کړې په باره کې دی. ټول انسانان ژبه لري او خبرې پرې کوي دا هغه وخت دی  چې د ژبې په اړه د پوهانو ترمنځ ډېرې پوښتنې رامنځته کېږي د بیلګې په توګه: هغه څه شی دي چې د پښتو عربي او لاتین ترمنځ شریک دي ؟ او دا هغه وخت دی چې ژبپوهنه په اوولسمه او اتلسمـــــه پېړۍ کې رامنځته کېږي او د ژبـې د زده کړې په بـــاره کــې لومړی د ژبې تاریخ پلټل کېږي د مدې له امله ده چې تاریخ  د ژبپوهنې لومړۍ برخه ده چې وروسته بیا د ژبې کورنۍ جوړېږي او خلک دې ته ځير کېږي چې د ژبې په جوړښت کې ځيني دنني توکي هم شته چې هغه باید تر بحث او مطالعې لاندې ونیول شي . (۱۱۳:۵)

د ژبپوهنې نړیوال نوم لینګوستیګ (Linguistic) دی. لینګوستیک د لاتیني ژبې له (lingu) څخه رغېدلې کلمه ده چې (lingue) د ژبې په مانا او (stics) د علم او پوهې په معنا ده یعني هغه علم چې د ژبې په اړه هراړخیزې څېړنې کوي د ژبپوهنې په نامه یادېږي. 

د ژبپوهنې د علمي موازینو او پرنسیپونو پر بنسټ له ګرامر لیکنې نه وړاندې دودیز ګرامرونه لیکل کېدل، دودیز ګرامر لیکنه لومړی په یونان کې رامنځته شوه د یونان څخه هم مهاله پخواني هندوستان کې د پاڼيني له خوا د سنګسریت ژبې له پاره دودیز ګرامر ولیکل شو، مهارشي  پاڼیڼي د پوهاند عبدالشکور رشاد د وینا په اساس د پښتونخوا له نوابغو څخه شمېرل کېږي چې خپلې زده کړی یې د پخواني کندهارا په تکسیلا سیمه کې چې اوس ورته ټکسیلا  ویل کېږي بشپړې کړې دي ګرامر یې د نحویاتو په نامه یادېږي د ویدي ژبې له پاره لیکل شوی، اته برخې لرې هره برخه د ادهیایا په نامه یادېږي ټول ګرامر اته ویناوې لري یعنې اښت ادهیایي (یاکرنه) نومېږي. (۵:۷)

تر پاڼيني وروسته ژبنیو څېړنو ته په لویديځو هېوادونو کې پاملرنه وشوه او لومړنی سند چې مونږ یې  د افلاطون وخت څخه په لاس کې لرو هغه د افلاطــــون د کراتیلـــــوس رسالــه ده چې د نوموړي له خوا ( ۳۴۸-۴۲۸)ق. م کې لیکل شوې، د دې رسالې نوم د کراتیلوس په نوم د یو  عالم سره تړاو لري چې په پنځمه قبل المیلاد کې یې ژوند کوه او د هراکلتیوس د پیروانو څخه شمېرل کېده او داسې ښکاري چې د کراتیلوس له لارې افلاطون د هراکلتیوس له اثارو سره اشنا شوی وو که چېرې د افلاطون د اثارو مطالعه وشي نو د افلاطون په اثاروکې د هراکلتیوس د اثارو اغېز په کې له ورایه ښکاري. 

 هراکلتیوس د افلاطون څخه دمخه د هغو فیلسوفانو له ډلې څخه شمېرل کېده چې د چاپیریالي  فیلسوفانو په نامه یادېدل نوموړی په دې اند وو چې نړي تل د بدلون په حالت کې philosophers of nature) ده او هیڅ یو څيز تر ابده پورې ثابته نه پاتې کېږي.

کراتیلوس د آتن په ښار کې افلاطون ته د هراکلتیوس فلسفه تدریسوله، دا چې افلاطون طبیعت ته د حقیقي طبیعت په سترګه نه کتل او د حقیقي نړي یو تصویر یې باله دا هم د هغه په ذهن کې د هراکلتیوس د فلسفې اثر وو. 

د کراتیلوس د رسالې منځپانګه په حقیقت کې یوه محاوره ده چې د ژبې په اړه د سقراط ، هرموګنس اوکراتیلوس ترمنځ ترسره شوې ده. هرموګنس او کراتیلوس د کلماتو په طبیعي شتون او نه شتون بحث کوي او سقراط ددې دواړو ترمنځ د قضاوت دنده پر غاړه لري. کراتیلوس په دې اند دی چې کلمې په چاپیریال کې رامنځته کېږي نه د یو قرارداد په اساس. د دې محاورې په پایله کې په دې توافق شوی چې د کلماتو د ښې پېژندنې له پاره باید د کلماتو ریښه، اساس او بنسټ وڅېړل شي تر څو د کلمې منشا معلومه نه کړو د کلماتو په اساسي مانا او مفهوم نه شو پوهېدلی دا بحث په ژبپوهنه کې د یوې نوې څانګې د رامنځته کېدو لامل شوې چې د ریښه پېژندنې یا ایتمولوژي په نامه  یادېږي نو ځکه دا رساله د ژبپوهنې په شالید کې ځانګړی ځای لري. (۱۳:۲)

د افلاطون څخه وروسته ارسطو د شي او حقیقت په اړه وغږېد هغه وایي اړینه نه ده چې په یو شي دې طبیعي نوم کېښودل شي بلکې دا یو قرارداد دی چې د خلکو له خوا پر یوڅیز وضع کېږي او ټول په ګډه د یو نوم په اخیستلو تفاهم کوي نوموړی زیاتوي چې خبرې د دماغ د تجربو تصویرونه دي. همدارنګه تراکس د لرغونې یونان یو بل نامتو عالم دی چې د یوناني ژبې د جوړښت په اړه یې لومړنی ګرامر لیکلی دی. 

وروسته له یونانیانو رومیانو د یونانیانو څخه په تقلید ګرامر لیکنه پیل کړه ،وارو  لومړنی کس وو چې د لاتیني ژبې د ګرامر په نوم یې په  شپږویشت ټوکو کې یو ګرامر ولیکه ورپسې، پریسکیانوس د ګرامر مقولې په نوم شلو جلدو کې یو ګرامر ولیکه چې دوه جلده د نحوې او اتلس جلده یې د ګرامر په اړه وو. 

 د وخت په تېرېدو سره عربانو د یونانیان او رومیانو په تقلید ګرامر لیکنه پیل کړه او عربان څخه  په تقلید بیا زمونږ پوهانو د پښتو او دري ژبې له پاره ګڼ ګرامري اثار ولیکل. 

ګرامر انسان ته دا  وایي چې څه وکړه او څه مه کوه ؟خو ژبپوهنه بیا دا نه وایې چې څه وکړې او څه ونه کړې؟ خو ژبپوهنه تاته په  عملي بڼه ښيي چې څنګه وکړې ځکه ژبپوهنه یو تشریحي علم دی. 

 ژبپوهنه هڅه کوي چې لاندینیو پوښتنو ته سم او کره ځوابونه  ووایي: 

-ژبه څه ده او څرنګه عمل کوي؟ 

-د ژبې  دغه عملونه بېلابېلې بڼې لري دا بېلابېلې بڼې یې کومې  دي؟ 

-د ژپو ترمنځ څومره ورته والی او مشابهتونه شتون لري او کوم دي؟

-د ژبې د زده کړې مراحل کوم دي؟
-د ژبې د تغییراتو او بدلونونو لاملونه کوم دي؟ 

-ټولنیز بدلونونه په کومه کچه د ژبې په بدلونونو کې ونډه لري؟

د همداسې ورته پوښتنو او مساییلو څېړنه د ژبپوهنې د مطالعې اساسي موضوعات دي. 

  ژبپوه څوک دی؟

هغه کس چې په ژبنیو مطالعاتو بوختېږي ژبپوه ورته ویل کېږي دا کس په نړیواله کچه د لانګویستیکن (Linguictican) په نامه یادېږي.

که چېرې تاسې په عامیانه بڼه د یو چا څخه وپوښتئ نو هغه به تاسو ته په ځواب کې ووایي چې ژبپوه هغه کس ته ویل کېږي چې په ډېرو ژبو تسلط ولري خو دلته زموږ موخه د پورتني تعریف څخه د ژبپوهنیزو مطالعاتو مسلکي کس  دی. 

د  یو تکړه ژبپوه له پاره هغه څه چې ډېر اړین دي هغه د کلماتو په تحلیل ، شننه او د ژبپوهنیزو پدیدو په تحلیل او توضیح کې برلاسي توب  دی که چېرې یو ژبپوه په دې ځانګړنو مالامال وي نو د یو تکړه ژبپوه لقب ورته ورکولای شو . (۳:۱)

د ژبپوهنې څانګې 

د ژبپوهنې  د څانګو په اړه مونږ دوه ویشنې په واک کې لرو چې یوه د پخوانۍ او بله  د معاصرې ویشنې په نامه یادېږي ، ژبپوهانو  پخوا  ژبپوهنه په دریو څانګو ویشلې وه : 

۱: تاریخي ژبپوهنه 

د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د تاریخ په اوږدو کې د یوې ژبې تغییرات ، بدلونونه، زیاتونې او کمونې تر بحث لاندی نیسي.

۲:تشریحي ژبپوهنه ــ د  ژبپوهنې په دې برخه کې د ژبې هغه تغییرات تر بحث لاندې نیول کېږي چې د تاریخ په اوږدو کې په یوه ژبه کې رامنځته شوي وي . 

۳ : پرتلیزه یا مقایسوي ژبپوهنه ــ دا څانګه یوه ژبه د بلې ژبې سره  یا یوه کورنۍ د بلې کورنۍ سره په پرتلیزه یا مقایسوي بڼه تر څېړنې لاندې نیول کېږي. 

په معاصر ویش  کې ژبپوهنه بیا لومړي سر کې په دوو لویو او بنسټیزو څانګو ویشل شوې ده: 

۱ : بنسټيزه یا اساسي ژبپوهنه 

د ژبپوهنې په دې برخه کې (غږ پوهنه ، آواز پوهنه،غونډله پوهنه ، مانا پوهنه ……) راځي دا څانګه د یا هستوی ژبپوهنې په نامه هم  یادېږي او د عملي ژبپوهنې لـه پاره د پل حیثیت لري core linguictic پرته له اساسي ژبپوهنې عملي ژبپوهنه نه رامنځته کېږي او همدا اساسي ژبپوهنه ده  چې د ټولنې ژبې کلتور، مذهب او نورو له پاره  اساس رامنځته کوي او تطبیقات بیا پر دغه بنسټ مخ ته درومي. 

۲: عملي یا تطبیقي ژبپوهنه 

د ژبپوهنې په دې برخه کې د ژبپوهنې تیوریکي برخه عملي بڼه غوره کوي یعنې په دې برخه کې د ژبې او ټولنې اساسي اړیکې جوتېږي دا څېړنه  په مستقیمه  او ژوندۍ بڼه ترسره کېږي هغه څه چې  ددې څېړنې بنسټيز توکي جوړوي هغه  ویونکی او اخېستونکی دی د همدې له امله ده چې دا څانګه په ځينو کتابونو کې د مستقیمو اړیکو د څانګې په نامه باندې یاده شوې ده. 

د عملي ژبپوهنې کاري ساحه پراخه  ده او مونږ کولای شو  چې په هر ځای کې ترې په پراخه بڼه کار واخلو خو کاري مواد به یې د همغه ټاکل شوي او ځانګړي چاپيریال څخه لاسته راځي  د بیلګې په توګه : که څوک غواړي په خپل کاري سیمه یا دفتر  کې عملي ژبپوهنه ترسره کړي نو د خپلې کاري ساحې څخه دې  ټول  د اړتیا وړ  مواد برابر او چمتو کړي . (۸:۴)

دا ژبپوهنه په ژبنیو مطالعاتو کې  رغنده رول لري او د ژبپوهنیزو مطالعاتو له پاره د پرمختګ یوه اړینه څانګه ده ،ځکه ژبه یوازې په تیوریکي مطالعاتو نه څېړل کېږي او د تیوریکي مطالعاتو د اثبات له پاره د تیوریانو عملي بڼې ته اړتیا ده. عملي ژبپوهنه  د تاریخي، تشریحې او پرتلیزې څانګې په شمول نورې ګڼې څانګې هم لري چې مونږ یې  د ځينو مشهورو څانګو پېژندنه په لاندې بڼه کوو: 

۱: ټولنیزه ژبپوهنه ــ په دې څانګه کې پر ژبې د ټولنیزو عواملو اغېزې او برعکس یې تر بحث او څېړنې لاندې نیول کېږي په ټولنیزو عواملوکې کلتور، مذهب، متون، دودونه او داسې نور راتلای شي.

۲:ارواییزه ژبپوهنه یا د ژبې ارواپوهنه ــ په دې برخه کې هغه عصبي او ارواپوهنیز عوامل څېړل کېږي چې  انسان ته د ژبې اخذ، پوهېدا،تولید او استعمال لارې چارې ښيي . 

۳:جغرافیوي ژبپوهنه ــ  د یوې ژبې د یوې سیمې ګړدودونه تر بحث لاندې نیسي یا په دې څانګه کې هغه ګړدودونه تر څېړنې لاندې نیول کېږي چې په یوه ټاکلې جغرافیه کې ویل کېږي . 

۴:توکمیزه ژبپوهنه ــ په دې برخه کې د توکمونو یا یو ځانګړي توکم ژبه، کلتور، دودونه او په ټولنه کې د هغو اغېز تر بحث لاندې نیول کېږي . 

۵:ګړدود پوهنه ــ د یوې ژبې بېلابېل ګړدودونه د هغو ترمنځ توپيرونه او ورته والی تر بحث لاندې نیسي.

۶:لغت پوهنه ــ  په دې برخه کې د یوې ټاکلې ژبې د لغتونو بڼې، جوړښت، ماناوې، څرنګوالی او استعمال تر بحث لاندې نیول کېږي. 

۷:قاموس پوهنه ـ د قاموس یا ډکشنري له لیکلو، او ډلو او تالیف څځه بحث کوي. 

۸: د ژباړې پوهه ـ د ژبپوهنې په دې برخه کې له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د یو مفهوم، مطلب،لغت

او مانا د لېږد جریان څېړل کېږي .

۹:اشتقاق  پوهنه ـ  دا برخه د لغتونو یا کلماتو او اصطلاحاتو تاریخ، سرچینه،منځته راتګ، پرمختګ بدلونونه او داسې نور تر بحث لاندې نیسي .

۱۰: نظري ژبپوهنه

د ژبپوهنې په دې برخه کې یوه ژبه د شکلونو، جوړښتونو او نقشونو له مخې تر بحث او څېړنې لاندې نیول کېږي او ددې تر څنګ د ژبې په اړه هغه  نظریې تر بحث لاندې نیسې چې د تاریخ په بېلابېلو دورو کې رامنځته شوي وي او دا برخه د ژبې د مطالعې له پاره  څېړونکو ته اساسي مواد په لاس ورکوي . (۱۳:۶)

۱۱: عصبي ژبپوهنه ــ د ژبپوهنې په دې برخه کې د اعصابو هغه میکانیزم څېړل کېږي چې د ژبې د تولید ، پوهاوي او د ژبې په زده کړه کې رغنده رول لري . 

۱۲:ادراکي ژبپوهنه ـــ دا برخه ژبه  د ذهني پدیدو  او تصور په توګه تر بحث لاندې نيسي یا د ژبې ماناییز او ګرامري اړخ څېړي .

۱۳:بشري ژبپوهنه ــ د ژبپوهنې په دې برخه کې د ژبې د کلتور او انساني بیالوژۍ تر منځ  اړیکې څېړل کېږي   یعنې په  دې برخه کې د ژبې او بشر ترمنځ اړیکې په ژوره بڼه تر څېړنې لاندې  نیول کېږي.

 ۱۴:عمومي ژبپوهنه ــ په دې برخه کې د ژبې تاریخي بدلونونه او تحولات پرته له کوم زماني او مکاني محدودیتونو څخه  تر بحث لاندې نيول کېږي . 

۱۵:لیکنۍ ژبپوهنه ــ دژبپوهنې له دې برخې څخه  د متنونو په مجموعه،ژبپوهنیز ویش او د هغو موادو د شننې له پاره چې په بریښنايي آلاتو په ځانګړي بڼه چې کمپیوټر کې خوندي وي کار اخیستل کېږي . 

۱۶:کلینیکي ژبپوهنه ــ په دې برخه کې د پرمختللو وسایلو په واسطه انساني ژبنۍ نیمګړتیاوې په نښه کېږي او د امکان تر حده یې د حلولو هڅه کېږي . 

۱۷: لیکپوهه ــ دا برخه د لیکونو پیدایښت ډولونه او تاریخ تر بحث لاندې نیسي . 

۱۸: شفاهي ژبپوهنه ــ په دې برخه کې په ویل شوې ژبې څېړنه کېږي په دې  مانا چې کله  یو ویونکی د ویلو په مهال  د یوې کلمې او لغت مانا په بېلابېلو بڼو تلفظوي او یا دا چې خج او آهنګ تر  کومې کچې په یوه ژبه کې ماناییز بدلونونه رامنځته کوي داسې او دې ته ورته مسایلو څېړنه ددې ژبپوهنې دنده ده . 

۱۹:محاسبوي ژبپوهنه ــ د ژبپوهنې په دې برخه کې د ژبې وینا او تجزیه د محاسبوي تخنیکونو په اساس ترسره کېږي او یا په دې برخه کې د ژبې د غږونو د تجزیې او شننې په برخه کې له کمپیوتر څخه د یو تحلیل کوونکي یا ویشونکي وسیلې په توګه کار اخلي .(۱۳:۳) 

 د ژبپوهنې لمن ورځ په ورځ مخ په  پراخېدو ده ژبپوهنه د پورتنیو څانګو ترڅنګ ګڼې نورې څانګې هم لري ځکه څومره چې معاصرې ژپپوهنیزې څېړنې مخ په وړاندې ځي په همغه کچه ژبپوهنه کې د نویو مطالعاتو، اړخونو او څانګو رامنځته کېدلو ته لار پرانېزي. ژبپوهنه د ژبې د څېړلو له پاره یو ځانګړی علم دی په دې برخه کې له پخوا راهیسې څېړنې پیل شوې وې خو اوسنۍ ژبپوهنه کې زیادتره نوې څېړنې د پرمختللو تخنیکي وسایلو څخه په ګته اخیستنې ترسره کېږي او د معاصرو پرمختتلو ژبپوهنیزو څېړنو دا لړۍ به لا دوام لري.

اخځلیکونه 

۱:ایچیسون،جین،(۱۳۷۱) م.مباني زبانشناسي،ترجمه:محمد فایض: تهران. 

۲:حق شناس،علی محمد،(۱۳۸۸)ه.ش.تاریخ مکاتب زبانشناسی : تهران.

۳:څولیزي،محمد عثمان،(۱۳۹۹)ه.ش.عمومي ژبپوهنه،کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه . 

۴:سامارین ،ویلیم،(۱۹۶۷)م.زبانشناسی عملی ،مترجم:محمد فایض، تهران.

۵:منلی ، نجیب،(۱۳۹۹)ه.ش.د ادبیاتو دنیا، کابل . 

۶:مقدم،محمد دبیر،(۱۳۷۸)ه.ش .زبانشناسي نظری، تهران:چاپخانه مهارت.

۷:نیازی ،رفیع الله ،(۱۳۹۵) ل.د عمومي ژبپوهنې مساییل:ختیځ ادبي بهیر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب