Homeخبرونهحنیف اتمر د یو پلاوي په ملتیا سعودي عربستان ته ورسېد

حنیف اتمر د یو پلاوي په ملتیا سعودي عربستان ته ورسېد

تاند (سه شنبه د جدي ۳۰) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یو درې ورځني سفر سعودي عربستان ته رسېدلی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی اتمر او ورسره پلاوی نن ماسپښین د سعودي جدې ښار ته ورسېد.

سعودي ته د نوموړي د سفر موخه د افغان سولې له پروسې د یاد هېواد لا ډېر ملاتړ او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پراختیا بلل شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اتمر به په یاد هېواد کې له خپل سیال شهزاده فیصل بن فرحان او یو شمېر نورو لوړپوړو سعودي چارواکو سره وګوري او د سولې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په اړه به د هغوی ملاتړ خپل کړي.

بلخوا د اروپایي ټولنې د نړیوالې همکارۍ کمیشنرې ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه په یوه بیان کې ویلي، جوتا اوپیلاینن دا څرګندونې نن له محمد حنیف اتمر سره په ټلیفوني مکالمه کې کړي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې پر روان بهیر، په دې برخه کې د وروستیو پرمختګونو او ځیني نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.

مېرمن جوتا په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي چې اروپایي ټولنه به د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

جوتا اوپیلاینن په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره په یو سراسري اوربند ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...