تاند(سې شنبه، د جدې ۳۰) د ایران د لارو او ښاری پراختیا وزیر وايي، هیواد یې چمتو دی چې له هرات څخه پټلۍ یا رېللار تر مزارشریف پورې وغځوي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، محمد اسلامي نن (سې شنبه) په تهران کې د افغانستان د رېللارو د ادارو پرسونل او کارکوونکو ته د روزنیز کورس د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، په سیمه کې دایمي سوله د ایران د اسلامي جمهوریت اصلي ستراتیژي ده.
ده زیاته کړه، د ایران اسلامي جمهوریت تیار دی چې خواف رېللار تر مزارشریف پورې جوړه کړي.
د ایران د لارو او ښاري پراختیا وزیر په ګاونډیو هیوادونو کې پرمختګ او سوکالي د ایران له پرمختیګ سره تړلي وبلل، ویې ویل«په سیمه او ګاونډ کې سوله او امنیت د ایران د اسلامي جمهوریت له سولې او امنیت سره تړلي دي.»
د ده اشاره دې ته وه چې که د ایران امنیت وګواښل شي د سیمې نور هیوادونه هم کرار نه شي پاتې کېدای.
ایران د امریکا له لوري تر سخت اقتصادي فشار لاندې دی او ویل کېږي چې دا هیواد د امریکا د فشار په وړاندې په افغانستان کې د ورانکارو ډلو ملاتړ کوي.
یو شمېر افغان چارواکي وايي، ایران په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو د مخنیوي لپاره هم د ورانکارو ننګه کوي.
ایران په خپله خاوره کې له خواف څخه تر هرات ښار پورې د رېلارې ډېره برخه بشپړه کړې ده.
افغان چارواکو ویلي چې د هرات رېللار به په تورغونډۍ او د فاریاب په اندخوۍ کې د ترکمنستان له رېللارو او بالاخره له حیرتان او شېرخان بندر سره ونښلوي. تېره اوونۍ افغانستان په خپل لګښت له اقینې څخه تر اخوندۍ پورې د ۳۰ کیلومتره ریللارې چارې بشپړې کړې.