Homeخبرونهپه هېواد کې نیږدې لس مېلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

په هېواد کې نیږدې لس مېلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

تاند (سه شنبه د جدي ۳۰) په افغانستان کې د ۱۸،۴ مېلیونه کسانو له ډلې چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۹،۷ مېلیونه یې ماشومان دي.

د ماشومانو د ملاتړ د نړیوال سازمان د شمېرنو له مخې یوازې د تېر میلادي کال په نهو میاشتو کې په ټول هېواد کې د جګړو له امله نږدې شپږ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په روان کال کې جګړو او ناامنیو ۵۰ زره کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې په تازه راپور کې د افغانستان له خلکو په تېره بیا ماشومانو سره د مرستو پر ډېرېدو ټینګار شوی دی.

د یاد راپور له مخې په افغانستان کې ۹،۷ مېلیونه ماشومان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویانده مریم عطايي ویلي: “له ماشومانو د ملاتړ نړیوال دفتر په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ډیرې مرستې غوښتي دي. “

جګړو او تاوتریخوالي سږکال د هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي.

د ماشومانو د ملاتړ د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو له امله نږدې شپږ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې یو پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.

دغه بنسټ په روان میلادي کال کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د لږتر لږه  ۱،۳ مېلیارده ډالرو بشري مرستې غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...