جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهچارواکي: ننګرهار کې ددوو قومندانانو په ګډون ۱۷ طالبان وژل شوي

چارواکي: ننګرهار کې ددوو قومندانانو په ګډون ۱۷ طالبان وژل شوي

تاند (سه شنبه جدي ۳۰) د ننګرهار ولایت په سپین غر او سره رود ولسوالیو کې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر سه شنبه ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن مازدیګر د سپین غر ولسوالۍ، مامند درې په وچه ژوره او د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه شوي.

سرچینه زیاتوي ددې بریدونو پر مهال د عبدالزاده مشهور په سنګري او برج په نومونو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۷ وسله وال طلبان وژل شوي او د هغوی وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...