جمعه, اپریل 26, 2024
Home+آلبر کامو | لیکوال: اورهان پاموک

آلبر کامو | لیکوال: اورهان پاموک

 ژباړن: عزت الله شینواری

د وخت په تېرېدو او د وخت د تېرېدو له امله د آلبر کامو او یا د بل هر لیکوال د آثارو لوستل انسان ته هغه تصویر بیا ځلې ورپه زړه کوي کوم تصویر چې يې په لومړي ځل لوستلو سره ذهن کې له نړۍ څخه ځای پرځای شوی و او د هغو هیلو بیا ځل راټوکېدل کومې چې هغه وخت زموږ په ذهن کې وې. کله چې له یوه لیکوال سره مینه پیدا کوو دا له دې آمله نه‌ده چې نوموړی لیکوال موږ هغې نړۍ ته بیايي کومه نړۍ چې زموږ خوښېږي، له دې آمله هم ده چې د نوموړي لیکوال لیکنې زموږ د شخصیت په جوړونه کې هم تر یوې اندازي خپل نقش لوبولی شي. زما لپاره آلبرکامو هم د داستایوسکی او بورخیس په څېر د همدغو اغیزناکو لیکوالو په څېر دي. د داسې لیکوال نثر انسان یوه داسې لرې ځای ته له ځانه سره بیایی چې د معنا د پیدا کېدو په انتظار وي. د دې هر څه سره، سره د نوموړي هر آثر له هر ډول امکاناتو څخه ډک دی. د دا ډول لیکوالانو د آثارو لوستل په ځوانۍ او د هیلو پر وخت په انسان کې د لیکلو شوق را برسیره کوي.

ما د کامو آثار له بورخیس او داستایوسکي څخه وړاندې ولوستل؛ کله چې مې دا آثار لوستل په هغه وخت کې زه آتلس کلن وم. د کامو د آثارو شوق ماته له خپل پلار څخه رالېږدول شوی وو. پلار مې د سیول انجینر وو. د ۱۹۵۰م لسیزه کې چې کله د ګالیمار خپرندوی د کامو کتابونه په دوامداره توګه چاپول. پلار به مې دا کتابونه یو پر بل پسې پېرودل که خپله به په پاریس کې نه وو چې په‌خپله يې وپېري، نو له بل چا به يې غوښتنه کوله چې کتاب ورته راواستوي. دا به يې ډېر خوښېدل چې د دغو کتابونو په اړه خبرې وکړي، ځکه چې په پوره ځیرتیا سره به يې دا ټول کتابونه لوستل. کله، کله به يې هڅه کوله چې د « ابسورډ فلسفه» داسې تشریح کړي چې زه پرې پوه شم، خو زه ډېر وروسته نوی پوه شوم چې ولی يې د دا ډول لید سره د نږدېوالی احساس کاوه: دا ډول لید د غرب له لويو ښارونو او یا د تاریخي ودانیو او کورونو نه راتلو، بلکې له هغې نړۍ راتلو چې نیمه مسلمانه او نیمه مډرنه او نیمه مډیټرانه‌يې لکه زموږ د نړۍ په څېر څخه راتللو. په هغه ځای کې چې د «پردي»، «طاعون» او د کامو نورې لنډې کیسې تېرې شوې وي، دا هغه ځایونه دي په کوم کې يې چې خپل ماشومتوب تېر کړی دی. او د هغه ځای د د سړکونو او لمریزو باغونو صفتونو يې نه شرق پورې اړه درلوده او نه غرب. له دې هر څه اخوا کامو د یوې ادبي اسطوري حکم درلود: زما د پلار له نظره کامو په ډېر لږ وخت کې مشهوره شو او د خلکو په زړونو کې يې ځای پیدا کړ او د مرګ خبر يې هم همغومره ټکان ورکونکی وو، په داسې وخت کې مړ شو چې د ښکلا او ځوانۍ وخت يې وو. په داسې پېښه کې ووژل شو چې ورځپاڼه لیکونکو پرې هېڅ نوم نشو کېښودلی پرته له «ابسورډ».

زما پلار هم د نورو په څېر د کامو په نثر کې د ځوانۍ حال او هوا لټوله. زه هم تر اوسه هم هغه حال او هوا احساسوم. په اوس وخت کې مې دا ډول تعبیر د لیکوال د عمر او لید لوري څخه لوړ دی. اوس چې بیا ځلي د کامو آثارو ته ورګرځم، د هغه په کتابونو کې داسې راته ښکاري لکه آروپا چې اوس هم د ځوانۍ دوران پلی کوي. داسې ځای دی چې هر پېښه پکښې ممکنه ده. داسې ده لکه د اروپا فرهنګ چې تر اوسه هېڅ کوم درز نه وي کړی؛ داسې ده لکه تر اوسه چې په ژوره توګه، لږ تر لږه د هغې مادي نړۍ جوهر ته لاسرسی ولرو. دا ښايي هغه له جنګ وروسته خوشبیني وي، هغه وخت چې بریالۍ فرانسې، د نړۍ په فرهنګ کې په ځانګړې توګه ادبیاتو کې خپل مرکزي نقش بیاځلی پیدا کړ. د نړۍ د نورو برخو روښنفکرانو د نظره، له جنګ وروسته په یوه داسې ځای کې وه چې ټولو د هغه ځای غوښتنه کوله، نه یواځې د ادبي آثارو له کبله بلکې د تاریخ له کبله هم. اوس په ښکاره توګه معلومه ده هغه څه چې ۱۹۵۰ لسیزې کې نه یوازې اروپا بلکې په امریکا او نورو غیر غربي هیوادونو کې اګزیستانسیالیسم او ابسورډ نظرې ته اعتبار وبخښه، هغه د فرانسې د فرهنګ غوره‌توب وو.

همدغه د ځوانۍ خوشبیني د دې لامل شوه چې کامو په «پردي» کې له عقله لرې د یوه عرب قتل د یوه فرانسوي له لاسه یوه فلسفي مسئله نظر ته راولي نه دا چې دا یوه استعماري مسئله وښايي. په دې اساس ، کله چې یو ځلېدلي لیکوال چې د فلسفې درس يې هم لوستی وي، بیا د یو قهرجن مبلغ په اړه غږېږي یا هم د یوه هنرمند پوښتنه کوي یا هم د هغه سړي په اړه خبرې کوي چې د خپلې معشوقې سره د سمندر غاړې ته ځي دا هر څه په خپلو خبرو کې رانغاړي او په یوه حیرانونکې، یعنې په یوه داسې له طبیعت څخه په لوړه مسئله يې بدلوي چې بیا ترې انسان په اسانه ځان نشي جلا کولای. کامو په ټولو دغو کیسو کې، د ژوند هغه ټول پېژندل شوي جزئیات لکه یو کیمیا‌پوه بیا له سره جوړوي. او هغه بنسټیز عناصر يې په یوه فلسفي نثر بدلوي. البته چې دا ټول د فرانسې د فلسفې په تاریخ کې ریښه لري چې کامو له دې هر څه سره نږدیوالی لري.

دلته دوه شیان دي چې لوستونکي ته ټکان ورکوي: د کامو لرېوالی له خپلې سوژې څخه، او هغه شی چې دی يې روایت کوي یو څه نرم او لږ ډېر له رازه ډک دي. داسې ده لکه لیکوال چې زړه نازړه لوستونکي له ځانه سره د کیسې ژورو ته بیايي او بالاخره په پای کې موږ د فلسفي موضوعاتو په منځ کې له ځانه سره پرېږدي دا ښايي هغه موضوعات له ځانه سره ولري، کومو موضوعاتو او ستونزو سره چې آلبرکامو د ژوند په پای کې مخامخ و، د « ګونګ سړي» په نوم د کامو یوه کیسه ده چې په هغې کې د کامو د بوډاتوب ستونزو او پېښو ته اشاره کوي. یوه بله کیسه د « هنرمند د کار پر وخت» ده چې په دغه کیسه کې په ښکاره ډول داسې ښکاري چې کامو د ژوند په وروستیو کې په ډېرو ستونزو ژوند تېراوه او د شهرت دا دروند بار يې په اوږو دروند تمامېده. خو هغه څه چې کامو يې په حقیقت کې له دننه وران کړ له شکه پرته د الجزایر جنګ و.  جزایرالاصل فرانسوی کامو؛ هغه د ضد استعمار پر وړاندې خپل دلایل درلودل او دا هر څه يې درک کول، ځکه خو يې د سارتر په څېر د فرانسوي استعمار پر وړاندې ځان محکم نه‌کړ، ځکه د ده فرانسوي ملګري وو چې د عربانو بمونو لاندې وـ یا د فرانسوي ورځپاڼو په اصطلاح (تروریستانو)- چې د آزادۍ لپاره جنګېدل او وژل کېدل. چې په پایله کې کامو تصمیم ونیو چې په دې اړه به هېڅ نه وايي. د کامو له مرګ وروسته سارتر داسې یوه مقاله ولیکله چې ټول هغه څه يې په‌کې لیکلي وو، کوم څه چې د کامو په چوپتیا کې و.

په‌دې اړه چې کامو له کوم فشار لاندې و او له دننه چې په کوم دوزخ کې و دا ټول يې په خپله یوه کیسه چې د « میلمه » په نوم ده راونغښتل. دا یوه روښانه سیاسي کیسه ده چې سیاست د یوې ناخوښې پیښې په څېر انځوروي، داسې یو تعبیر دی چې له هغې سره به زړه یو کول ستونزمنه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب