سه شنبه, مې 7, 2024
Homeادلیکوال، زرین انځور

لیکوال، زرین انځور

د پښتو ژبې پیاوړی کیسه لیکوال او ژورنالېست محمد زرین انځور د پښتو ژبې یو له هغو فرهنګي خدمت ګارانو نه شمېرلی شو چې زیار، پنځونې اولاسته راوړنې یې په پښتو ادب  په تیره د پښتو د لنډې کېسې په وده کې کې خپل ځانګړی ځای او ارزښت لري.

محمد زرین انځور د لحاج عبداللطيف ګرديوال زوی دی، په ١٣٣٥ لمريز هجري کال ( ١٩٥٦ زېږدیز ) کې د ننګرهار ولايت د مومنددرې ولسوالۍ د ((ګردي غوث )) په کلي کې په يوه روښانه  کورنۍ کې زېږېدلی دی .

له ١٩٩٥ زېږدیز(١۳٧٤ لمریز) کال راهيسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني د کولن په ښار کې اوسي.

زده کړې

زرين انځور خپلې لومړنۍ زده کړې د گردي غوث په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې دي. منځنۍ  زده کړې يې په ۱۳۵۲ لمریز کال د ننگرهار ولايت د ايمل خان په لېسه کې پای ته رسولي ، بيا يې په ١٣٥٣ لمریزکال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې زده کړې پيل کړي چې په ١٣٥٦ لمریزکال کې د ژورناليزم له څانگې خپل د ليسانس سند لاس ته راوړی. تر دې وروسته يې بيا په پېښور کې د کډوالۍ په کلونو کې د پېښور له پوهنتون نه د پښتو ژبې او ادبياتو په څانگه کې خپل د ماسټرۍ بريليک ترلاسه کړی.

دندې

نږدې لس کاله يې دافغانستان  په راډيو او تلويزيون کې د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په اداره کې د ادبي خپرونو د پروډيوسر او بيا ليکوال په توګه کار کړی دی . په ١٣٦٦ کال کې د افغانستان د ليکوالو ټولنې د ادبي نقد او ادبي څېړنو د څانګې مشرشو او له هېواده تر وتلو پورې يې دغه دنده سنبال کړه .

په ١٣٦٨ لمريز کال کې پېښور ته مهاجر شو او د ازاد افغانستان دليکوالو ټولنې د خپرني ارګان ((خپلواکۍ )) مجله يې څلور کاله وچلوله . په پېښور کې يې د يو شمېر نورو افغان ليکوالو لکه : هر يو ښاغلي محمد صديق پسرلی، حبيب ا لله رفيع ، محمد اصف صميم او امان الله ساهو سره په ګډه (( د افغانستان کلتوري ټولنه )) جوړه کړه چې دغې ټولنې د (( سپېدې )) په نوم ادبي _ کلتوري مجله خپروله او دغه راز يې د افغانستان د مقاومت د ادبياتو د ودې او پياوړتيا لپاره غونډې او سيمينارونه جوړول .

ښاغلی زرين انځور له ١٩٩٥ کال ( ١٩٧٤ لمريز ) راهيسې له خپلې کورنۍ سره ، د جرمني د کولن په ښار کې اوسي . له ١٩٩٨ ع کال راهيسې يې له يو ګڼ شمير فرهنګيانو او فرهنګپالو سره په ګډه په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه جوړه کړې ده چې تر اوسه يې په لسګونو مهم اثار په پښتو خپاره کړي او يو زيات شمېر ملي _ کلتوري غونډې او سيمينارونه يې جوړ کړي دي .

پنځونې او څيړنې

د زرين انځورپه گڼ شمېر ليکنې د افغانستان او د هغه هېواد نه د باندې په رسنيو کې خپرې شوې دي چې شمېر يې نه دی مالوم، خو د خپرو شويو کتابونو لړليک يې په لاندې ډول دی:

خپاره شوي اثار شوي آثار

  1. دا سرونه، دا رسمونه – د لنډو کيسو لومړنۍ ټولگه – چاپکال ١٣٦٣ ل، کابل
  2. شاړې کوڅې – د لنډو کيسو دويمه ټولگه – چاپکال ١٣٦٧ ل، کابل
  3. تروږمۍ – د لنډو کيسو درېيمه ټولگه – چاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور
  4. زموږ د کلي پاڼې – د لنډو کيسو څلورمه ټولگه – چاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور
  5. دلته غرونه نه دي هسک – د لنډو کيسو پنځمه ټولگه – چاپکال ١٣٧٩ ل، پېښور
  6. د غزل په اننگو کې – د حمزه شينواري د غزلياتو څېړنه او غور چاڼ – چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل
  7. د شريف ديوان – د ننگرهار د ولسي شاعر د شعرونو جونگ – چاپکال ١٣٦٣ ل، کابل
  8. هجري د زنځيرونو شاعر – چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل
  9. اباسين کيسې کوي – د پښتونخوا د کيسه ليکنې غورچاڼ او څېړنه – چاپکال ١٣٦٤ ل، کابل
  10. شعرونه او نقدونه – د معاصر پښتو شعر کره کتنه – چاپکال ١٣٦٥ ل، کابل
  11. د افغانستان د ژورناليزم مخکښان – چاپکال ١٣٦٥ ل، کابل
  12. د مهدي داستاني کليات (تدوين او سريزه) – چاپکال ١٣٦٧ ل، کابل
  13. يون – د حمزه شينواري د غزليزې ټولگې تدوين او سريزه – چاپکال ١٣٦٦ ل، کابل
  14. خپلواک غږونه (له ښاغلي زلمي هېوادمل سره په گډه) – انتخاب او سريزه – چاپکال ١٣٦٨ ل، کابل
  15. د پټې خزانې ميزان ريښتيا ميزان دی؟ – له محمد آصف صميم سره په گډه – چاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور
  16. د ثور په تراژيدۍ کې فرهنگ، ادبيات او آزادي – چاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور
  17. د صدر خوشال ژوند او اثار – چاپکال ١٩٩٦ ز. پېښور
  18. راروان دي تور بادونه – د لنډو کيسو ټولگه – چاپکال ۲۰۰۹ ز. پېښور

ناچاپ آثار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب