یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د مې اوومه د شهید مولانا پنځم تلین

د مې اوومه د شهید مولانا پنځم تلین

زبیر افغان

د ۲۰۱۷ د مې پر اووم تاریخ سهار اته بجې په کندهار کې مو د کور مخته د دېرشو کلو ملګری، ورور، استاد، مشر، د کورنۍ د ملا تیر، د درو اولادو پلار، د یوې میرمنې مېړه، د یوه بوډا پلار ځوان زوی، د دوو کشرانو وروڼو مشر ورور او د یوه خوږمن او ځوريدلي ملت خواخوږی او د یوې وروسته پاته ژبې لیکوال چې د ده په شان زیاتو کسانو ته يې اړتیا وه او لا هم ده، ووژل شو.

دغه ښار او دا خاوره یوازې د هغه په وینو اوبه نه شوه، دلته تر ده وړاندې او تر ده وروسته نور ډېر د دې خاورې او ملت خواخوږي هم د نامعلومو لاسونو له لورې ووژل شول او دا لړۍ لا هم غزېږي.

شهید پېروز د ډېرو نورو کسانو په څېر د خپلو افکارو قرباني شو، د هغه یوه مشهوره وینا وه چې «دلته به یا ځان وژنې یا وجدان»، نو ده د وجدان پر ځای د ځان قرباني غوره کړه.

شهید پېروز د جنګ په میدان کې نه دی وژل شوی، بلکې د دې خاورې او ملت د دښمن نامرئي لاسونو هغه د کور مخته په داسې حال کې وويشت چې له پوهنتون څخه کتابونه په شا کور ته را روان و، له دې څخه ثابتېږي چې دښمن د دې ملت وګړي په تیارو کې ساتي، علم، قلم، علمي مرکز، علمي اشخاص، علمي کتابونه او د علم د خپرولو هره وسیله يې پر دې ملت نه پېرزو کېږي، له دې امله يې قلم په لاس کسان تر بل هر چا وړاندې وژل.

ما د هغه په لومړي تلین د ملګرو له مقالو جوړ یو کتاب چاپ کړ، یوه وړه غونډه مې ورته نیولې وه او دغه کتاب مو هم پکې توزیع کړ، بیا مې اراده وه چې په پنځم تلین يې هم یوه غونډه جوړه کړم، که ممکنه وه په اړه يې یو بل کتاب چمتو او چاپ کړم، یا هم د هغه ناچاپ اثار چاپ ته چمتو کړم؛ خو له بده مرغه چې دا یو کار هم اوس ممکن نه دی، نه د هغه په اړه کتاب لیکل شوی، نه يې خپل کتاب چاپ شوی دی او نه يې په اړه د غونډې نیولو تصمیم لرم.

د حالاتو جبر دې ته اړ کړم چې دا تلین يې همداسې بې غونډې، بې شانداره یاده او د هغه د کتابونو له چاپ پرته تېر شي، وضعیت داسې دی چې د دغه یوه کار د کولو جوګه هم نه یم، له دې امله مې ښه وبلله چې بس په یوه لیکنه کې یاد تازه کړم او په همدې یوه لیکنه د اوس لپاره بسنه وکړم.

شهید پېروز پښتو او پښتنو ته داسې خدمتونه کړي دي چې د هغه یاد پيکه کېدو ته نه پرېږدي، شهید مولانا په خپل لنډ ژوند کې دومره مهم دیني کتابونه هم پښتو کړل چې د پښتو او پښتنو ترڅنګ يې دین ته هم نه هېرېدونکي خدمتونه انجام کړل.

هغه کس چې د خپل ملت سوکالي يې ارمان وه، په خپله ژبه يې خپله دین، ملت او ژبې ته خدمت کول یو هدف و، دا يې موخه وه چې ملت يې سوکاله شي، په علم سمبال شي، اقتصاد يې جوړ شي، د یوه نظام خاوندان شي، له سیالانو سره سیال شي، هغه د همدې موخې لپاره کار کاوه، ایینده ته يې خپلې وړتیاوې غوړولې چې نور هم په دې میدان کې ګړندي ګامونه واخلي، خو نامرئي دښمن، د مرګ خپسکې، ناځوانه تقدیر او نا اټکل شوي اجل د دې کړېدلي ملت دغه ځوان خواخوږی عالم، زړسوانده لیکوال او تکړه مترجم ور څخه واخیست. پر کور يې نور او یاد يې د دین د خادمانو، ژبپالانو، وطن او ملت پرستانو په کتار کې تل پاتی.

۲۰۲۲/۵/۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب