ليکنه، عبدالوحيد وحيد
د عادت له مخې ماضي او ناخوالې يې د تاريخ پاڼو ته سپارم خو کله کله د ماضي غلطې محاسبې د حال او مستقبل په وضعیت باندي ژورې اغيزې لري. تېرې غلطې پريکړې مو د وضعیت په ترينګلتيا کې نقش لري. له کټ مټ همدغه شان صورت سره نن مخ يو. د نن بد حالت مو د پرونيو ناوړه پريکړو او کړنو محصول دى. اى کاش چې اشرف غني د ملي اجماع جوړولو لپاره هغه وخت نوښت فکر او عملي ګامونه پورته کړي واى. اوس به يې د ملي اجماع غوښتنه وزن ونلري. هغه د پښتو متل دى؛
چې اختر تېر شي بيا نکريزي په دېوال وتپه.
زموږ ټولنيزه نيمګړتيا داده چې موږ په سياست کې هم د مينه والي رويه کاروو. يعنې د شخص کړنو، اخلاقي نيمګړتياو، ټولنيزو ځانګړتیاو او مديريتي وړتیاو باندې له فکر کولو پرته د ړوند تقليد په توګه احساساتي او عاشقانه څرګندونې کوو. دغه ډول ملاتړ ته ړوند تقليد او لېونۍ مينه ويل کېږي چې په لوبه، لوبغاړو او يا هم د فلمي ستوري په هکله د تطبیق وړ ده خو په سياست کې ځاى نلري.
نن خپله ملي دنده ګڼم چې د اوسني ابتر حالت په رامنځته کولو کې د اوسنيو حاکمانو له څرګندو اشتباهاتو څخه ورهاخوا د پخوانیو چارواکو په غوښن رول باندې هم څه وليکم. ځينې خلک د پخوانیو مشرانو لخوا کارول شوي د “باعزته سوله” اصطلاح داسې تعبيروي چې ګواکې پخواني ولسمشر له اوسني بې عزتي څخه د نجات په موخه د باعزته سولې غوښتنه کوله. پوښتنه داده چې اوسنى ټکنى وضعیت او د هغوى په خبره دغه اوسنۍ بې عزته سوله خو د مشرانو د تېښتې، د نظام د نسکورولو، د واک خلا رامنځته کولو او طالبانو ته د کابل پريښودلو او بالاخره د طالبانو لخوا د مټکورو تګلارو خپلولو له امله رامنځته شو.
د ارګ ميشتو د “صلح باعزت” اصطلاح چې هغوى کله هم دغې اصطلاح ته په مشخص ډول کله هم تعبير نه وه وړاندې کړى, خو هر څوک پوهيدل چې يوازې واک ته طول ورکول يې عمده موخه وه او يا هم مخالف اړخ ديته تيارول چې په ارګ کې ناست خلک به په ارګ کې پاتي وي
دغو خلکو ته باید ووايو چي، سوله او امنیت دواړه د جګړو د نشتون مشترک مفهوم لري خو د دواړو الفاظو ترمنځ ستر توپير هم شته. په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د خپلمنځي خبرو يا هم د دريمګړي په توسط د مذاکراتو له لارې يو بل ته د ځينو امتیازاتو ورکولو او ترلاسه کولو، د يوبل د ځينو غوښتنو منلو او له ځينو غوښتنو څخه د تېرېدلو له امله ترلاسه شوې هوکړې ته سوله ويل کېږي، خو امن يوازې د جګړو له نشتون څخه عبارت دى. په بل تعبير امنیت د سولې په پايله کې او له سولې پرته د زور له لارې هم راتلاى شي خو سوله له امنیت پرته نشي راتلاى. دغه ډول تناسب ته نسبت د خاص (سوله) او عام (امن) ويل کېږي.
فعلاً صورت حال داده چې سوله سبوتاژ شوه، خو امن هم ټکنى دى. مخالفتونه پيل شوي د وسلې پورته کولو هڅې کيږي. که د واک مجنونان او جنګسالاران بهرنى ملاتړ ترلاسه کړي نو د تجربو له مخې يقيناً ويلاى شو چې داعيه هم پيدا کيږي او د جګړو لپاره په افغاني ټولنه کې د افرادو موندل ستونځه نلري.
په دغه واقعیت کې د شک هيڅ ډول ځاى نشته چې د سولې په وړاندې له دواړو اړخونو څخه خنډونه جوړيدل. دغه سپيڅلي هدف ته د رسېدو لپاره يوازې د ارګ دغه وړاندیز ته اړتیا وه چې ويلي يې واى؛
“که د واک په قرباني کولو باندي سوله راځي او نظام مصئونيت پيدا کوي نو هغوى تيار دي چې په دغه تړاو خبرې وکړې”
البته ارګ په زغرده ويل چې موقت حکومت کله هم نه مني. واک د ټولټاکنو له لارې بريالي شخص ته سپاري. پوښتنه داده چې ايا موږ د تيرو تجربو په رڼا کې د پاکو او شفافو ټاکنو وړتیا درلوده؟ ايا موقت حکومت په فاجعه زېږونکي حالت کې د هيواد له پريښودو او د هرڅه له نړولو څخه هم ډير بد وو؟ که د باعزته سولې راتلل ناشونئ وو، نو ايا په تېښته کې عزت خوندي شو؟
که سوله شوې واى، نو يوازنۍ ټکه به دا لويدلې واى چې غني به ولسمشر، صالح او دانش به مرستيال ولسمشران نه واى. دوستم به پاچا ساز کابل نه واى او عطا نور به امپراتور نه واى. وزيران او واليان به نور خلک واى، خو دغو مشرانو به خلکو په منځ کې درنښت عزت او درناوى درلوده. که طالب اړخ زياته برخه غوښتى، نو نه اسمان را لويده او نه هم ځمکه چاوديده. اقلاً بنسټونه خو به مو پرانستى او له نړيدو څخه مصئون وو، اقتصاد به مو لکه اوس د سقوط له مسلسلو ننګونو سره مخ مخ نه وو
، نړيوالې ټولنې به يوازې نه پريښودو. طالب اړخ به لکه د اوس په شان مطلقاً يو اړخيزه تګلاره نه تعقیبوله. حکومت به مو درلوده نظام به مو درلوده مقننه او عدليه به مو درلوده.
داسمه ده چې د سولې حکومت به مشروعیت درلوده، خو پوښتنه داده چې د مشروعیت نه لرلو زيانونه چا ته ورسيده؟ ددغه ارزښتمن اړخ د نه لرلو بيه اوس څوک ورکوي؟ طالبان اوس هم په افغانستان باندې تسلط لري. په افعانانو باندي حکومت کوي. له نړيوالو سره راشه درشه تعاملات او معاملات لري. نن که زموږ ولس اولادونه پلوري، ګردې پلوري کادرونه مو له هيواد څخه تښتي او ولس د نړيوالو محاسبو پربنسټ پنځه نوي سلنه عاجلو مرستو ته اړ دى او د پرديو په خيراتونو پسې ګرزي. اقتصاد مو ويجاړ او نظام نشو جوړولاى، نو د پړې ګوته اوسنۍ حاکمې ډلې او د تير نظام چارواکو ته نيول کېږي چې په سر کې يې پخوانى ولسمشر غني راځي.
که زيانمنه سوله هم شوې واى، نو په واک کې به د افغانانو ترمنځ يو ډول انډول رامنځته شوى واى. د مقاومت او جګړې ګواښونو به شتون نه درلود. تر ټولو سخت او ستونځمن حالت به دا وه چې ارګ به د ملت د سوکاله ژوند او د جګړې د ختمولو لپاره واک قرباني ورکړې وه.
اوسنى حکومت د سولې نه کولو له امله په کورنیو حساسیتونو، بهرنیو نزاکتونو او مسئوليتونو په پوره کولو کې ناکام دى، په خپلو کورنيو او نړيوالو ژمنو کې پاتې راغى، د بى تجربې نابلده او د اړين ظرفیت نه درلودونکو خلکو ته واک لاس ته ورغى، نظام بنسټونه امنیتي اورګانونه، اقتصاد او ټولنه متأسفانه وپاشل شو. د مشروعیت او نړيوالو مرستو د ترلاسه کولو لپاره د استحقاق په برخه کې له بحران سره مخ دى. د امتیازاتو په ويش کې د خپلو دوهم پوړ مشرانو له مخالفت سره لاس او ګريوان دى. په موجوده حاکمیت باندې د نيوکو مطلب قطعاً دا نه ده چې موږ د پخواني حکومت ارمان کوو، بلکې اوسنى وضعیت د هغوى د ناوړه او ناشولته کړنو محصول کڼو.