شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهملګروملتو د ښځو خلاف د طالبانو پر اعلان ژوره اندېښنه ښکاره کړه

ملګروملتو د ښځو خلاف د طالبانو پر اعلان ژوره اندېښنه ښکاره کړه

تاند (شنبه، د ثور ۱۷) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د طالب چارواکو له لوري پر دغه اعلان سخت خپګان ښکاره کړ چې ښځې باید خپل مخونه پټ کړي او له خپلو کورونو یوازې هغه مهال ووځي چې شدید ضرورت وي.

یوناما همداراز د طالبانو د دې پرېکړې یادونه کړې چې که ښځو دا سخت مقررات رعایت نه کړل، نارینه به یې مجازات شي.

یوناما وايي، هغه معلومات چې دوی ترلاسه کړي، د طالبانو له لورې دا یوازې سپارښتنې نه دي، بلکې رسمي اوامر دي او په زوره یې عملي کوي.

طالبان، چې د تېر کال د اکست په ۱۵ له امریکا سره د یوې پټې معاملې په نتیجې کې واک ته ورسول شول، په تېرو اتو میاشتو کې پر له پسې د خلکو په منځ کې منزوي کېږي. په لومړیو کې یو شمېر خلک ورته خوشاله وو چې امنیت یې راوستی خو اوس نه یوازې امنیت مخ په خرابېدو دی بلکې د لوږې، فقر او نیستۍ او په عین حال کې د سرزورو اقداماتو په خاطر د دوی په وړاندې د ملت کرکه په زیاتېدو ده.

یو شمېر افغانان وايي، طالبان له یوې خوا له ښځو سره دښمني پالي او له بلې خوا هر طالب چارواکی د خلکو له اقتصادي بې وسۍ څخه په سو استفادې د یوې پر ځای څو ښځې کوي.

د ملګروملتو مرستندوی دفتر د ښځو پر ضد د طالبانو تازه اقداماتو ته په اشارې ویلي چې د طالبانو دا اقدامات د ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو د بشري حقونو د خوندیتابه په اړه نړیوالې ټولنې ته د دې ډلې له ګڼو ژمنو سره په ټکر کې بللي دي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي، دې ډلې په ځلونو د هغه څه خلاف اقدام کړی چې په خوله یې بیان کړي دي. د تېر کال د اګست په ۱۵ مه له واک ته رسېدو وروسته یې بیا بیا ژمنې وکړې چې د حمل په ۳ یمه به د نجونو د ښوونځیو په شمول ټول ښوونځي پرانیزي خو تراوسه پورې یې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې او حتي دې ته هم حاضر شوي نه دي چې د خپل ځانګړي اسلام مطابق د نجونو د ښوونځیو بندېدو ته توجیه پیدا کړي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر ویلي چې ډېر ژر به له طالب چارواکو سره د کتلو غوښتنه وکړي چې له هغو څخه د وروستۍ پرېکړې په اړه وضاحت وغواړي.

یوناما همداراز ویلي چې د افغان ښځو پر ضد د طالبانو د پرېکړې د اغېز او پایلو په اړه به له نړیوالې ټولنې سره هم سلامشورې وکړي.

په همدې حال کې یو شمېر شنونکي باور لري چې د طالبانو اصلي واک د یو شمېر مرموزو کسانو په لاس کې دی چې له ګاونډي هیواد سره تړاو لري. د دوی په وینا دا کسان غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي، په افغانستان کې جګړې زور واخلي، مخالفان یې د افغانستان بیلولو ته تشویق شي او د افغانستان یوه لویه برخه د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو په شان د پولیټیکل ایجنټانو له لوري اداره شي. د طالبانو بشري ضد او په ځانګړي ډول د ښځو ضد اقدامات به ښايي نړیواله ټولنه هم دې ته راضي کړي چې پنجاب په افغانستان کې د پولیټیکل ایجنټ سیستم تطبیق کړي.

1 COMMENT

  1. تالبان نور هیڅ نه لری چی افغانانو ته يی ورکړی
    یوازینی شی چی دوۍ لری هغه وحشت او تورجهالت دی او پریمانه يی افغانانو ته په وړیا ډول ورکوی
    دوۍ خپل تور جهالت او وحشت د اسلام او شریعت په سپیڅلو سمبولونو کی رانغښتی او په عام ولس يی په زور منی
    اوس نو افغانان باید پریکړه وکړی چی ددې وحشت او تورجهالت نه ځان خلاصول غواړی او که خپله له ځانه وحشیان او تور جاهلان جوړول غواړی چی د تالبیزم په قالب کی برابرشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب