شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+د کتاب لوستونکو او نالوستونکو وګړو ځانګړنې

د کتاب لوستونکو او نالوستونکو وګړو ځانګړنې

لیکنه:عبدالجبار وحدت

د لیکنې په سر کې باید یاد کړم چې د نالوستو وګړو ځینې کړنو درد او تکان راکړ، د دې دومره لیکلو لوی، ستر او مهم علت د یو پټ درد څرګندونه ده.

د لوستې ټولنې وګړي، روڼ آندي ،خنده رويه، پراخ جبینه ، مثبت پاله،نېک خویه ، په خدای تعالی مین او د وطن او اسلامي نظام په اهمیت تر بل هر چا ښه اګاه وي.

دوی له مینې ډک زړونه لري، د کینې او کرکې په نوم هیڅ نه پېژني، وخت په بهترین ډول مدیریت کوي،په خرافاتو او نورو بدعتي رواجونو پسې هیڅ سر نه ګرځوي، د هرې کړنې اصل په څېړنیز ډول مطالعه کوي او بیا یې تر سره کوي، فکري ساحه یې نهایت پراخه وي ، د تنګ یا محدود نظري په نوم هیڅ نه پېژني، د بهرنیو څارګرو کړیو په هیڅ وجه نه ښکار کېږي،فکری تمرکز یې نهایت لوړ وي، د مور،پلار مشرانو،آمر او په نهایت کې د متقابل احترام فضا ډېره ښه ساتي، د هغو خلکو الفاظ نهایت خواږه او زړه راښکونکي وي، د کلام عِفت ساتي،معنویات هلته نهایت زیات پالل کېږي او ستایل کېږي، په هغو ټولنو کې معنویات په مادیاتو حاکم وي، له دوی سره د ځوان نسل د فکري سمون او رغون فکر تر بل هر چا زیات وي، له اشغال سره ذهناً کرکه لري، د فکری جګړې په ټولو ابعادو او اضرارو بهتر پوهېږي، د اوبو مدیریت او د هیواد د نورو طبعي منابعو په ارزښت په علمي او تخصص ډول ښه پوهېږي، هلته تخصص حاکم وي، هلته یو کس هر کاره نه وي، بلکې یو کاره وي.د هر چا حیثیت خوندي وي ، ستراتیژیک لومړیتوبونه مالوم وي.هلته کورنی،اخلاقي، ټولنیز،سیاسي او اقتصادي نظامونه منظم وي،هلته هر څه د معقولیت، عقلانیت او علمیت پر مټ تر سره کېږي.

د ځانځانۍ فکر نه وي، بلکې د ګروپي کار پیاوړې روحیه حاکمه وي، له خدای تعالی او ژوند سره بې کچې مینه لري، ورځني بوختیا یې کتاب پېرل او کتاب لوستل وي، دوی ځانونه د علم وږي او تږي بولي، نقد منونکي او زر اصلاح راوستونکې وي، مجلسونو کې یې معنویات مطرح کېږي، پاک قران ته د ښایسته پوښونو ورکولو پر ځای هغه لولي او عمل پرې کوي ،ډېری وخت تحقیق او تحلیل کوي، تاویل او ما ویل پسې نه ګرځي، د نړۍ له نوښتونو ځان خبروي ، د ژوند قیمتي شېبې د ژمي پیتاوو ته نه ضایع کوي، فردي نظم مراعتوي او په ځانونو لوړ اعتماد لري، وګړي يې د یو بل ځغلولو پر ځای په یو بل زغملو ښه پوهېږي، حسُد او متکبر نه وي،ولسونه یې بیا تېر ناکام تاریخ نه تکراروي، درسونه ترې اخلي او پر مخ درومي.

مګر نالوستي او له کتابه لیرې وګړي بیا بالکل برعکس وي، حسُد او کرکچن زړونه لري ،په عقل ماړه او په نس وږي وي.

ژر استعمالېږي، د پردیو د استخباراتو او شومو اهدافو لپاره بهترین خلک دوی دي، دوی ډېر په اسانۍ سره د علمیت ډېوې مړې کوی شي.

په زرګونه نور منفي اړخونه او ځانګړنې لري.

که لوستي وګړي استثنا لومړي ذکر شوې ځانګړنې و نه لري ، بیا نو داسې مانا لري ، لکه په خ…..ه باندې چې پنډه کتابونه بار کړې

لهذا علمیت ته باید کار وشي او دا ډېوې باید بلې وساتي، پرینږدو چې مړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی