پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادببختيار ساحل د احساس په لمس/ ساحل چینه

بختيار ساحل د احساس په لمس/ ساحل چینه

لکه ساينس پوهان چې له نورو سيارو يوه موټې خاوره مزکې ته راښکته کړي او بيا تجربې پرې کوي چې دغه سياره به اکسيجن لري که نه يې لري او د ژوند څه امکان به پکې وي او که نه به وي پکې هم دغه شان د يو شاعر شعر هم وي

د فکر احساس او هنر ستر وجود کله په ژبه کې ځاييږي . د يو شاعر ټول کلام چې راغونډ کړې نو هم دغسې د بلې سيارې د يوې موټې خاورې په حساب د لوستونکي مخې ته پروت وي .

چې رښتيا ووايم نو ماته خپله شعر ليکل اسان وي او د چا په شعر خبره کول راته په دې هم ګران وي چې د بل وجود په څرمنه کې پټه دنيا د علامتونو او استعارو په لمس محسوسول او بيا نورو پورې دغه احساس رسول علم او هنر نه دى چې سړى يې له استادانو او کتابونو زدکړي .

د بختيار ساحل يو کتاب شاعري مې مخې ته پرته ده او نه پوهېږم چې د احساس او فکر غوټې يې په کوم منطق وسپړم .

سکروټې درنه نه غواړم ايره دې ماته راکړه

جانانه د وجود يوه زره دې ماته راکړه

سکروټې چې تر که ايره شوي نه وي تر هغه يې د امکان لمنه نيولي وي او کمال ته نه وي رسيدلي جانان نه د خپل وجود يوه ذره غوښتل او بيا ذره يې هم د سکروټې ذره نه د ايرې ذره غوښتل په ظاهره ښايي چې شاعر بې ارزښته او کم قيمته يو څه له جانانه غواړي مګر داسې نه ده د جانان وجود چې په اور اخته وي د مينې په اور د عرفان په اور يا د هرې معنی په اور هغه وخت لا کمال ته نه وي رسيدلي او شاعر يې نه غواړي هله يې غواړي چې وجود يې ايره شي . اور کې چې څومره زور وي هغه پرې تمام شي . اور چې څه ترې سازولى شي هغه ترې ساز کړي او د اور له ډاره ازاد شي خپل رنګ او شکل او کړه وړه هر څه اور ته وسپاري او تش جوهر پاتې شي هغه جوهر چې اور يې نور هيڅ نشي کولى . د اور توان او طاقت ته چې ماتې ورکړي نو بيا ورته شاعر وايي چې يوه ذره ترې ماته هم راکړه . د جانان د وجود يوه ذره بيا ځان له د فکر او عرفان يوه ستره نړۍ ده او د اور علامت د ايرې علامت او د جانان ټکى دغسې يو معنوي مثلث د لوستونکي په فکر او احساس کې ساز کړي چې يو کتاب خبرې پرې وليکم هم يې نشم تشريح کولى .

د بختيار ساحل نور شعرونه تاسو خپله ولولئ که ما يې دغسې په يو يو شعر درته خبرې پيل کړې نو ګرانه به شي . زما په نظر فيصله تشه هم پوه کول وي هغه دا چې فلانى شاعر دى او که نه دى . نور بيا د يو شاعر په تله بل شاعر ناپول او شاعران خپلو کې سره په غېږو ور وستل ماته غير شاعرانه کار ښکاري چې يو نقاد به يې کولى شي مګر زما غوندې د يو شاعر د وس کار نه دى .

زه نه وايم چې ساحل فلاني نه ښه شاعر دى او فلانى بيا تر ساحله ډېر ښه دى .

هر شاعر ځان له يو جهان لري او د ساحل جهان په کاغذ ليکلى دغه شعر دى چې د کتاب په شکل کې اوس زما مخې ته پروت دى او ډېر زر به يې ستاسو د سترګو تور د خپل احساس په لمس محسوس کړي .

ساحله په راتلونکي کې دې د زړه سترګې لا روښانه او د فکر نړۍ لا ودانه غواړم .

شاه سعود

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب