تاند:( شنبه، د ثور اوولسمه) د طالبانو چارواکي وايي، چې په سالنګ کې د ترافيکو پر مخ تړل شوې لويه لاره بیرته پرانیستل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې مسوول قاضي عبدالله عبید وویل، چې یاده لاره یې د ټولو ترافیکو پر مخ بېرته پرانيستې ده.
د هغه په وينا، ياده لويه لاره د بغلان د دوشي ولسوالۍ په پل کورو سیمه کې د سيلابونو له امله د لارې تخریب تړلې وه.
نوموړي د يادې لارې د بیرته پرانیستل کیدو نور جزییات نه دي روښانه کړي.
د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې له څو ورځو راهيسې سخت ورښتونه او توپانونه رامنځته شول، چې له کبله یې درانه تلفات هم واوښتل.