شنبه, جولای 27, 2024
Home+دانيه شاه له خپل خاوند طلاق غواړي

دانيه شاه له خپل خاوند طلاق غواړي

د پاکستان د نوموتي خبريال عامر لياقت درېيمه مېرمن دانيه شاه، چې څه موده دمخه یې ورسره واده کړی و، ښکاري چې اوس یې له خپل خاوند سره ګوذران سخت شوی، له همدې کبله د نکاح فسخه کولو لپاره محکمې ته عارضه شوې.

د پاکستاني رسنیو راپورونو وايي، د عامر لياقت درييمه ميرمنه دانيه شاه له محمکې غوښتنه کړې، څو له عامر لياقت يې جلا کړي.

دانيه شاه محکمې ته پخپل غوښتنلیک کې ليکلي، چې عامر لياقت چې څنګه له ظاهري لباس ښکاري، هغسې نه دی.
په محکمه کې دانيه شاه د نکاح د فسخ کولو، د مهر حق او نه ساتلو دعوه کړې ده.
محکمه هم بې طرفه نه ده پاتې شوې او د راتلونکې جون مياشتې تر ۷مې نېټې يې عامر لیاقت ته وخت ورکړی، څو دا خپله پرېکړه وکړي.

دانيه شاه محکمې ته ويلي، چې د عامر لياقت د نکاح د فسخ کولو سند دې رسنيز کړي، دغه راز ۱۱ کروړه پاکستانۍ کالدارې روپۍ، کور او ګاڼه دې د مهر په توګه ورته وسپاري.

هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې هم د ډانيه شاه او عامر لیاقت ترمنځ څو ځلې د جلا کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو بيا د دواړو له لوري رد شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب